تهران ته د اروپایي اتحادیې د سیاسي مسئول له سفر څخه د صهیونیستانو وېره
د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر چي په ایران باندې د بندیزونو د لیرې کېدو د مذاکراتو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کوي، تهران ته د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل په سفر سختې نیوکې کړي دي.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول دوې ورځې مخکې تهران ته په سفر سره، د اسلامي ایران له چارواکو سره په لیده کاته کې د ویانا د مذاکراتو د پلېدو غوښتونکی شو.
د امریکایي رسنیو له راپور سره سم، تهران ته د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل تر سفر وروسته، د هغه او د اسرائیلي رژیم د خارجه وزیر یائیر لاپید تر مینځ تندې لفظي شخړې شوي دي.
امریکایي نشریه پوليټیکو په دې اړه په خپل راپور کې ویلي چي بورل تهران ته له سفره مخکې د صهیونیستي رژیم خارجه وزیر لاپید ته پیغام استولی و چي ایران څخه غواړي چي مذاکرات له سره پیل کړي، خو د اسرائیلي رژیم خارجه وزیر د اروپایي اتحادیې په دغه جګپوړي چارواکي تور ولګاوه چي د اسرائیلي رژیم په امنیتي خبرداریو سترګې پټې کړي هغه په داسي حال کې چي ایران په ترکیه کې د اسرائیلي رژیم د مامورینو د وژلې هڅه کوي.
د صهیونیستي رژیم خارجه وزیر په داسي حال کې په ترکیه کې د اسرائیلي رژیم د ښاریزو د وژلې تور په ایران لګوي چي د خپلې ادعا لپاره هیڅ یو سند نه شي وړاندې کولای.
دا په داسي حال کې دی چي اسرائیلي رژیم د سیاسي پاشلتیا په لور روان دی، دا د اسرائیلي رژیم پنځمه کابینه ده چي له یو کال وروسته ړنګیږي او وار د مخکې ټاکنې تر سره کیږي.