Jun 27, 2022 14:00 Asia/Kabul
  • امریکې سره د بندیزونو د لیري کېدو په هکله خبرې اترې روانه اوڼۍ کې له سره پیلیږي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: امریکې سره د بندیزونو د لیري کېدو خبرې اترې په غیر مستقیمه توګه د فارس خلیج یو هیواد په کوربه توب سره، تر سره کیږي.

سعید خطیب زاده خبریالانو ته وویل چي هم د مذاکراتو د کوربه هیواد او هم د پیل د نیټې په هکله به پریکړه د نن ورځې تر پایه پوري وشي او ټاکل شوې چي امریکې سره غیر مستقیم مذاکرات په روانه اونۍ کې له سره پیل شي.

هغه همدارنګه د دغو مذاکراتو د بیا پېلېدو په زمینه کې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل د هلو ځلو قدرونه وکړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند یادونه وکړه چي راتلونکې مذاکرات د ایران د ایټمي پروګرام په اړه نه دي بلکې د بندیزونو د لیري کېدو په زمینه کې د ځینو اختلافاتو په هکله به جدي خبرې اترې وشي.

 

 

 

ټیګونه