Jun 27, 2022 15:37 Asia/Kabul
  • له نشه ییزو موادو سره په مبارزې کښې د نړیوالې ټولنې په نه جدي توب د ایران نیوکه:-

هیوادونه او نړیوالې موسسې د هغه ادعا او مسوولیت په اندازه چې پرغاړه یې لري، له نشه ییزو موادو سره په مبارزې کښې خپل رول نه لوبوي.

رئیسي په تیرې یکشنبې ورځ له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مراسمو کښې په ایران کښې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د درې سوه اته سوه شهیدانو او د دولس زره جانبازانو د ستر مقام د درنښت په ترڅ کښې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په چاره کښې د هیوادونو په تیره بیا د ملګروملتونو په بې عملي توب نیوکه وکړه.

د نولس سوه اوه اتیایم میلادي کال د جون د میاشتې له اولسمې نیټې څخه تر شپږویشتمې نیټې پورې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا له نشې او د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې نړیوال کانفرنس جوړ شو.

په دغه کانفرنس کښې ګډون کوونکو هیوادونو د سي ایم او(CMO) په نوم یو سند تصویب کړې چې د ګډون کوونکو هیوادونو لخوا د نشه ییزو  موادو د کنټرولولو لپاره د ضروري اقداماتو هراړخیزه کړنلاره یې په ګوته کړه او دغه هیوادونه یې ژمن کړل چې په جدي ډول د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې نړیوال فعالیتونه ترسره کړي.

سره له دې د نشه ییزو موادو د تولید او د قاچاق موضوع یوه نړیواله مسله ده او د ملګروملتونو په شمول نړیوالې ټولنې له دغه مسلې په په مبارزه کښې هراړخیزه ملاتړونو ته ژمن دي خو د ایران اسلامي جمهوریت له نشه ییزو موادو سره په مبارزې کښې تقریبا یوازی دی او د ملګروملتونو په شمول نړیوالې ټولنو خپلې ژمنې یوازې له ایران څخه قدرونې او لږ شان مرستو ته کمې کړي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب په دلیل چې په نړۍ کښې د نشه ییزو موادو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد  ګڼل کیږي اروپايي هیوادونو ته د ټرانزیټ په نیت د نشه ییزو موادو له قاچاق سره مخامخ دی.

د ملګروملتونو د اعلان پراساس په دوه زره نولسم میلادي کال کښې د ایران پولیسو نوي(۹۰) فیصده افیم، اویا فیصده مرفین او دیرش فیصده هیروئین کشف کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د نشه ییزو موادو د قاچاق پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کښې د ایران له راتلو سره سره ایران په دغه ډیر لګښته مبارزې کښې له خارجي هیوادونو هیڅ ملاتړ نه ترلاسه کوي؛ او تراوسه د ایران په زرګونو پوځي ځواکونه له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په لاره کښې شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

ایران دغه راز په دغو شرایطو کښې چې د امریکا له تر ټولو سختو اقتصادي بایکاټونو سره مخامخ دی، هر کال  کابو درې سوه پنځوس میلیونه ډالره له نشه ییزو موادو سره د مبارزې لپاره لګوي.

حقیقت دا دی چې هیڅ هیواد په یوازې ځان نشي کولای له دغه نړیوال مشکل سره مبارزه وکړي او د هغه ټول لګښتونه ورکړي؛ نو ضروري ده ټول هیوادونه او نړیوالې ادارې په دې زمینه کښې رول ولوبوي چې البته تراوسه یې په خپلې دندې په اغیزشیندونکي ډول عمل نه دی کړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم دغه موضوع ته په اشارې سره یادونه وکړه: له ملګروملتونو څخه زما پوښتنه دا ده ایا هغه ونډه ، اندازه او مقام چې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې لپاره دغه ادارې ته ورسپارل شوی دی، په همدې اندازه دی چې عمل ورباندې کیږي؟یعني په ملګروملتونو کښې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې یو دفتر د دغه کار لپاره کافي دی؟

په دې زمینه کښې بل مهم ټکی په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو له پوځي شتون وروسته په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو زیاتیدل دي.

په دوه زرم میلادي کال کښې په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو ټول تولید کابو دوه سوه ټنه و او په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې دغه اندازه نهه زره ټنو ته ورسیده یعني د نشه ییزو موادو تولید او کر پینځه څلویښت فیصده زیات شو.

په حقیقت کښې په افغانستان باندې د امریکا پوځي حمله په دغه هیواد کښې د بې وزلۍ ، د ویرانۍ ، د بې کارۍ او د فساد د زیاتیدا سبب شوه چې دغه په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو د تولید د زیاتیدا اصلي دلایل ګڼل کیږي.

د ملګروملتونو د راپور پراساس د امریکا لخوا د افغانستان له نیواک وروسته په دغه هیواد کښې د هغو ځمکو مساحت چې  کوکنار پکښې کرل شوي دی لس برابره زیات شوی دی.

حقیقت دا دی چې په نړۍ  کښې د نشه ییزو موادونو د تولید او د قاچاق حالت د دې ښودنه کوي چې نه له نشه ییزو موادو سره د مبارزې لپاره جدي اراده شته او نه هیوادونه او د ملګروملتونو په شمول نړیوالې ټولنې په دې زمینه کښې په خپلو ژمنو عمل کوي؛ ښکاره خبره ده چې دغه شرایط به د اوسني حالت د دوام یا له هغه د زیات  خرابیدا سبب شي؛ پر  دې اساس د نړیوالې ټولنې مشارکت او د نشه ییزو موادو له نړیوال مشکل څخه د وتلو په هدف سره د نشه ییزو موادو له کر ، تولید ، قاچاق او مصرف سره په هراړخیزه مبارزې کښې په خپلو مسوولیتونو باندې عمل کول ضروري دي.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل داسې ښکاري چې له نشه ییزو موادو سره په مبارزې کښې د یوې نړیوالې ارادې په رامینځته کولو کښې جدي کمزورتیا شته او تر څو چې دغه کمزورتیا ختمه نشي حالات به ښه نشي.

 

ټیګونه