Jun 28, 2022 07:34 Asia/Kabul
  • موافقه د امریکې او د دریو اروپايي هیوادونو په حقیقت پسندۍ پورې اړه لري

د ایران خارجه وزیر له ترکیې سره د سوداګري اړیکو د پراختیا هیله هم څرګنده کړه.

د ایران خارجه وزیر د خپل تُرک همرتبه سره په کتنه کښې هیله وښودله چې د د بندیزونو د ختمولو لپاره د خبرواترو نوی پړاؤ د امریکې او د دریو اروپايي هیوادونو په واقع بینۍ سره په موافقې ختم شي

حسین امیر عبداللهیان له مولود چاوش اوغلو سره په ګډې خبري غونډې کښې، په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو او د دغه رژیم د تحرکاتو په هکله د ایران ملاحظات یې له چاوش اوغلو سره په کتنه کښې په ډاګه بیان کړل، وویل: هیله لرم چې له مقابل لورو سره د ایران د خبرواترو نوی پړاؤ د امریکې او دریو اروپايي هیوادونو د حقیقت پسندانه چلند په شرط، د موافقې سبب شي.

هغه هم داشان وویل چې د ایران د ښه ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کښې له ترکیې سره د اړیکو پراختیا، ژورتیا او پياوړتیا د تهران په جدي ایجنډا کښې شامله ده.

د ایران خارجه وزیر له ترکیې سره د سوداګري اړیکو د پراختیا هیله هم څرګنده کړه.

 

 

ټیګونه