Jun 28, 2022 14:35 Asia/Kabul
  • د دښمنانو په وړاندې د مقاومت نتیجه بریالیتوب دې

د رهبرۍ ستر مقام په دغه کتنه کې په ټولنو کې د خدای تعالی د نه بدلیدونکیو دودونو په بیانولو سره وفرمایل د ۱۳۶۰ کال د ترخو او سترو پیښو په وړاندې د اسلامی جمهوریت د نظام او ملت حیرانونکیو بریالیتوب او سرلوړۍ علت مقاومت او له دښمنانو نه ویریدل وو او دا په ټولو پړاونو کې د تکرار وړ دی او باید پوهه شو چی د ۱۴۰۱ کال خدای هماغه د ۱۳۶۰ کال خدای دې .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د قضاییه قوې له مشر او نورو یو شمیر مسولانو اوقضاییه قوې کارکونکیو سره په کتنه کې د دښمنانو په وړاندی د دریدا نتیجه بریالیتوب او پرمختګ وباله .

د رهبرۍ ستر مقام د خدای د دین ملګرتیا د نتیجې په اړه په قران کریم کې الهی قوانینو او دودونو بیلګو او یا د خدای تعالی د نعمتونو د کفران نتیجې ته اشاره وکړه او ویې فرمایل قران کریم له الهی دودونو سره اړونده مضامینو ډک دې او د هغو ډل بندۍ دا ده ګی که ټولنې د دښمنانو په وړاندې ودریږی او په خدای په توکل سره په خپلو دندو عمل وکړي ، نو د هغه نتیجه بریالیتوب او پرمختګ دې خو که د اختلاف ، ارام غوښتنې او سستۍ ښکار شی نونتیجه به یې ماته وی .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ځینو داخلی کمښتونو او کمزوریو په دلیل په ځینو وختونو کې ددښمن خوشحالیدا ته په اشاری سره جوته کړه هم په ۱۳۶۰ او هم له هغه په وروسته څلورو لسیزو کې دښمن په خینو موردونو کې هیله من شوی او دا فکر یې کړی دی چی د نظام او انقلاب ټغر په ټولیدو دې خو دغه هیله په ناهیلۍ بدله شوی او د هغو مشکل دا دې چی د دغې ناهیلۍ په راز نه پوهیږي .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ دښمن نه پوهیږی چی په دغه دنا کی له سیاسی اندازو پرته نورې اندازې هم شته دي چی هماغه الهی دود دي .

 

ټیګونه