Jun 28, 2022 17:38 Asia/Kabul
  • د ایټمي خبرو اترو د نوی پړاو دپیلولو لپاره ولی دوحه انتخاب شوه ؟

د کوربه په اړه باید وویل شی چی قطر خبرو اترو نتیجې ته د رسیدا لپاره پیاوړی انګیزه لری . دغه هیواد له څو کلونو راهیسې د نړیوال کپ د لوبو د کوربتوب لپاره څه د پاسه ۲۰۰ میلیارډ ډالره لګښت کړی دی او اوس چی د دغو لوبو د ترسره کیدا لپاره څو میاشتې پاتې دي ، د دغو لوبو د ترسره کولو لپاره د امن او باثباته شرایطو شتون ډیر مهم او حیاتی دې او دا مسله د دوحې لپاره یو ډول په مرګ او ژوند بدله شوی ده

 

د دې لپاره چی د خبرو اترود ځای په توګه یو ځای انتخاب کیږی ، معمولا لږ تر لږه باید درې فاکتوره سره برابر وي . لومړی د کوربه هیواد اړتیا او دریځونه ، دوهم د مزکراتو د لورو دریځونه او دریم په مزاکراتو او خبرو اترو واکمن شرایط .

د کوربه په اړه باید وویل شی چی قطر خبرو اترو نتیجې ته د رسیدا لپاره پیاوړی انګیزه لری . دغه هیواد له څو کلونو راهیسې د نړیوال کپ د لوبو د کوربتوب لپاره څه د پاسه ۲۰۰ میلیارډ ډالره لګښت کړی دی او اوس چی د دغو لوبو د ترسره کیدا لپاره څو میاشتې پاتې دي ، د دغو لوبو د ترسره کولو لپاره د امن او باثباته شرایطو شتون ډیر مهم او حیاتی دې او دا مسله د دوحې لپاره یو ډول په مرګ او ژوند بدله شوی ده .د ایټمی مزاکراتود ماتې ځای ناستې  زیات نه زیات جنګ او لږ تر لږه په سیمه کې د ناامنۍ او بی ثباتۍ د زیاتیدا سبب کیدلې شی چی هیڅ یو پکې د قطر لپاره مطلوب ندې ، که څه د قطر مخالفان او سیالان له اسراییلو نیولی تر عربستان ، بحرین او اماراتو ، امکان شته د داسې وضعیت له رامینځته کیدا هرکلی وکړی اوپه دې  چی قطر د نړیوال کپ د لوبو په بریالیو ترسره کولو کې کامیابه نشی ، خوشحال شي .

د کوربتوب د ټاکلو لپاره دوهم فاکتور د مزکراتو د لورودریځونو او اړتیا سره سمون دی . د خبرو اترو د دغه پړاو لپاره د تیرو پړاونو په اپوټه چی د امنیت شورا څلور دایمي غړیو استازي او جرمنی پکې شتون درلوده ، درې غړی شتون لری . لومړی ایران ، دوهم اروپایی اتحادیه او دریمه امریکا چی  په غیرمستقیمه توګه به د دوحې په غونډه کې شتون ولری . د ایران لپاره قطر له څو اړخونو مناسب دې . لومړی دا چی قطر د ایران ګاونډې دې او د ایران د دیارلسم حکومت په سیاست کې ګاونډیانو ته ځانګړی اهمیت ورکولو په دلیل ښه ټاکنه ده  ، دوهم دا چی قطر په تیروخت کې په ایران خپله دوستی ثابته کړی ده او ایران هم د عربستان او د هغه د متحدانو له خوا د قطر د کلابندي په شمول په کړکیچنو شرایطو کې د دغه هیواد د خلکو او دولت د مرستې لپاره له خپل ټول توانه استفاده کړی ده او اوس هم کوشش کوی چی په قطر کی د نړیوال کپ لوبې په بریالیتوب سره ترسره شي او حتی د دغو لوبو د میلمنو او تماشاچیانو د میلمستیا او کوربتوب لپاره خپل بشپړه چمتووالې اعلان کړی دی . د اروپا لپاره قطر د هغه هیواد په توګه په نظر کې نیول شوی دی چی د روسیې د صادراتو د احتمالی غوڅیدا او کمیداته په پام سره د دغه براعظم لپاره ګازی اړتیاوې پوره کولې شی . د امریکا په اړه هم چی که څه هم دغه هیواد نیغ په نیغه د دوحې په خبرو کې شتون نلری ، خو په تیرو لسیزوکې واکمن ډیموکراټ ګوندله قطر سره بهتې اړیکي ټینګې کړی خو جمهوری غواړی له عربستان او اماراتو سره سره ښې اړیکي لری .

د داسې مخینې ته په پام سره په طبیعی توګه دیموکرات ګوند او جو بایئډن حکومت هم قطر د نویو خبرواتردپیلولو لپارهخ مناسبه ټاکنه بولی .

د دریم فاکتور یعنی په مزکراتو د واکمنو نړیوالو شرایطو په همله هم باید ووایو چی د یوکرین له جنګه وروسته عملا په ایټمی خبرو اترو کې ګډون کونکي لوری په دو برخو ویشل شوي دي او لویدیځ لوری د روسیې په وړاندې دریدلي دي چی چین هم په نویو نړیوالو معادلاتو کې د روسیې په څنګ کې ولاړ دی . د یوکرین د جنګ له امله د نړیوالو شرایطو بدلیدا ته په پام سره په طبیعی توګه که مزاکرات په تیر چوکاټ کې له سره بیل شی نو شاید مطلوبې نتیجې ته ونه رسی خو په اوسنی وضعیت کې یې د بریالیتوب چانس زیات ښکاری .

 

ټیګونه