Jun 29, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • د دوحه مذاکرات، ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو لپاره یو فرصت

د بندیزونو د ختمیدو په هکله د ایران او امریکې نیغ په نیغه خبرې اترې له پرون څخه په قطر کښې پیل شوې دي.

د بندیزونو د ختمیدو په هکله د ایران او امریکې نیغ په نیغه خبرې اترې له پرون څخه د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول د مرستیال انریک مور په مینځګړیتوب سره په قطر کښې پیل شوې دي.

تهران ته د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل له سفر او د ایران له چارواکو سره یې له ملاقات وروسته اعلان وشه چې د ایران او امریکې د پریکړې له مخې، د بندیزونو د ختمولو په موخه مذاکرات د سه شنبې او چارشنبې په ورځو وشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړې  مرکچي علي باقري کني او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول مرستیال او د ایټمي مذاکراتو غږملونکي انریک مور پرون د قطر په پلازمینه دوحه کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایران په چارو کښې د امریکې ځانګړی استازی رابرټ مالي هم چې په هم دې موخه دوحې ته تلی دی، د قطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

د بندیزونو د ختمولو لپاره د ایران او د ۴+۱ ډلې د غړو هیوادونو یعنې روسیې، چین، بریتانې، فرانسې او جرمني د استازو مذاکرات د ۲۰۲۱ کال له دسمبره پیل شوي او د روان ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشتې کښې د جوزف بورل په وړاندیز اودریدل. له هغه وخت نه د قطر په شمول ځینو هیوادونو د مینځګړیتوب او د پیغامونو د تبادلې لپاره هلې ځلې وکړې. د قطر خارجه وزارت به دوحه کښې د بندیزونو د اوچتیدو د مذاکارتو په هکله د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: هیله ده چې دا خبرې اترې په مثبتې نتیجې ختمې شي.

خو ضروري نه ده چې د ایران او امریکې د غیرمستقیمو مذاکراتو دوباره پيلیدل دې د موافقې راژوندې کولو ته د نزدې کیدو په معنا وي ځکه چې موافقه اوس د امریکې په سیاسي فیصلې پورې اړه لري او د موافقې لاسلیکول، د بندیزونو په ختمیدو او ایران ته یې د منلو وړ ضمانت په ورکولو پورې شرطمن دي. په حقیقت کښې کوم څه چې پایدارې موافقې ته رسیدل جوتوي، د بندیزونو اغیزناکه لغو کیدا او له احتمالي موافقې څخه د ایران د ګټو ضمانت دی، په هم دې بنیاد ایران، نتیجې ته د مذاکراتو د رسیدو لپاره هم ضروري وړاندیزونه او نوښتونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د دوحې د مذاکراتو د ترسره کیدو په درشل کښې سپينې ماڼۍ هڅه وکړه چې ذمه واري له ځانه لرې کړي او د خبرواترو برخلیک د ایران په فیصلې پورې وتړي. د جوبایډن د حکومت د ملي امنیت صلاحکار جیک سالیوان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ کښې د خپل هیواد رول ته له هیڅ ډول اشارې پرته او د امریکې د همیشنیو ادعاؤ په تکرارولو سره ادعا وکړه: د ایران په هکله باید ووایم چې د امریکې نظریه له مودو مخکښې راهیسې څرګنده وه، په دې معنا چې مونږ ایټمي وسلو ته د ایران د رسیدو د مخنیوي هوډ لرو.

البته د امریکايي چارواکو له خوا دا ډول څرګندونې یوځل بیا ثابتوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د برجام د بشپړې اجرا لپاره د یوې پایدارې موافقې په ضرورت باندې ولې ټینګار لري، ځکه چې د امریکې ریپبلکن او ډیموکراټ دواړو حکومتونو کړچار ښودلې ده چې په عمل کښې یې د ایران خلاف تقریباً یو شان سیاست غوره کړی دی. په ویانا کښې د خبرواترو د بندیدو وجه هم، دا وه چې د بایډن حکومت د ټرمپ د زیات نه زیات دباؤ په ماته خوړلي سیاست باندې د خپلو نیوکو په اپوټه د دغه سیاست بدلولو ته تیار نه شو او د بندیزونو اغیزناکه ختمونه او ایران ته یې د معتبر ضمانت ورکولو ته غاړه نه ده ایښې.

په دې وجه په دوحه کښې روان مذاکرات د امریکې د حومت لپاره یو بل فرصت ګڼل کیږي ترڅو په حقیقت پسندۍ او د باور جوړونکو اقداماتو په کولو او هم داشان د داسې نویو او ناسمو غوښتنو د نه مطرح کولو له لارې چې د برجام په موضوع پورې هیڅ اړه نه لري، موافقې ته د رسیدو لپاره  ضروري سیاسي اراده وښايي.

*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه