د هندوستان میرمنې ورور ته څو کلوګرامه لیک استولی
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په کیرالا صوبې کښې یوې میرمنې خپل ورور ته د پینځه کلوګرامه وزن لرونکي لیک په لیکلو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د هندوستان رسنیو وویل چې د کیرالا صوبې یوې میرمنې کرشنا پریا خپل ورور ته د څلور سوه څلوردیرش میټره اوږد خط ولیکه چې وزن یې پینځه کلوګرامه دی.
د هندوستان میرمنې خپل ورور ته دغه پینځه کلوګرامه لیک په دې وجه ولیکه چې هغې د وروڼو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل ورور ته د مبارکې د پیغام ورکول هیر شوي وو.
د هندوستان د میرمنې کرشنا پریا یویشت کلن ورور کرشنا پرساد د وروڼو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې خور ته د دغه ورځې د یادونې لپاره یو پیغام هم استولی و خو د خور لخوا دغه پیغام ته د پام د نه کولو په وجه کرشنا پرساد د خپلې خور د وټس اپ لمبر بلاک کړ.
د هندوستان ښاریزې کرشنا پریا رسنیو ه وویل ما خپل ورور ته د وروڼو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ ورکولو پیغام هیر شوی و.
هغې وویل چې زه د وروڼو د ورځې په ورځ په عام ډول خپل ورور ته ټیلي فون کوم یا ورته پیغام استوم خو روان کال ډیره مصروفه وم او د پیغام استول مو هیر شوي وو.
د وروڼو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ د ورکولو د پیغام د هیرولو په وجه میرمن کرشنا پریا خپل ورور کرشنا پرساد ته د روان میلادي کال د مي د میاشتې په پینځویشته نیټه د یوه خط لیکل پیل کړل.
د هندوستان میرمنې په یوه کاغذ باندې دغه خط پیل کړ او دې بیا داسې احساس کړه چې له دې سره د ویلو لپاره نور ډیر څه شته او هغې وروسته پینځلس روله کاغذونه واخیستل او د لیک د بشپړولو لپاره یې د کاغذونو په هر رول باندې دولس ساعته لیکنه وکړه.
د هندوستان دغه میرمنې کرشنا پریا غواړي چې دغه اوږد لیک په ګينیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې هم شامل کړي.