Jun 29, 2022 16:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت دې د میلک د سرحدې پيښې عاملان سزا کړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د طالبانو له موقته حکومت څخه وغوښتل چې د ایراني پوله ساتونکو د شهادت د پیښې د اړخونو د روښانه کیدو او د هغې د عاملانو د مجازات کیدو په لړ کښې لاس په کار شي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د طالبانو له موقته حکومت څخه وغوښتل چې د ایران د سویل ختیځ د سیستان او بلوچستان ولایت په میلک نومې صفر سرحدي سیمې کښې د ایراني پوله ساتونکو د شهادت د پیښې د اړخونو د روښانه کیدو او د هغې د عاملانو د مجازات کیدو په لړ کښې لاس په کار شي

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي نن د ایران د یو ویاړمن سرحدي ځواک محمد صیاد له شهادته د خواشینۍ او خفګان په څرګندولو سره زیاته کړه: په میلک سرحدي سیمه کښې د دې ناوړه پیښې اړخونه د مسئولو ارګانونو له خوا د څیړلو په حال کښې دي او د موضوع په واضحه کیدو سره به یې په هکله معلومات خپاره شي.

هغه د ایران او افغانستان د ګډو خبرواترو د غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د افغانستان د سرپرستې کابینې له مسئول چارواکو تمه کیږي چې د موضوع د اړخونو د روښانه کیدو، د عاملانو د سزا کیدو او د ورته پيښو د بیا رامینځته کیدو د مخنیوي لپاره د ضروري تابیاؤ د غوره کولو په لړ کښې جدي اقدام ترسره کړي.

د ویلو ده چې په سیستان او بلوچستان صوبه کښې له افغانستان سره د ایران په ګډه پوله کښې د ایران سرحدي ځواکونه له هغو وسله والو سره ښکیل شول چې د ایران په خاورې یې د تیري نیت درلود چې له یوې لنډې نښتې وروسته له سیمې وتښتیدل.

په دغې وسله والې نښتې کښې د ایران یو سرحدي عسکر محمد صیاد په ډزو لګیدلی او شهید شو.

 

ټیګونه