رئیسي : د ایران او ترکمنستان اړیکې په تیزۍ سره پراخیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او ترکمنستان اړیکې د پراخې ملګرتیا او د متقابل اعتماد په بنیاد، په چټکۍ سره مخ په پراخیدو وبللې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ترکمنستان د ملي شورا د مصلحتِ خلق جرګې له مشر سره په کتنه کښې ټنیګار وکړ چې د ایران او ترکمنستان اړیکې د پراخې ملګرتیا او د متقابل اعتماد په بنیاد، په چټکۍ سره مخ په پراخیدو دي
سید ابراهیم رئیسي چې د کاسپین د غاړې د هیوادونو په شپږمې سرمشریزې کښې د ګډون په موخه ترکمنستان ته تلی دی، نن یې د خپلو پروګرامونو په وړومبۍ برخه کښې د ترکمنستان د ملي شورا د مصلحتِ خلق جرګې له مشر قرانقلي بردي محمداف سره ملاقات وکړ.
ولسمشر رئیسي په دغې کتنې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سفارتي اړیکو د ټینګښت د دیرشم کال په رارسیدو سره وویل: د تهران او عشق آباد اړیکو په دې تیرو کلونو کښې تل مخ په ودې بهیر لرلی دی.
رئیسي په دې خبرې سره چې دواړه هیوادونه له یوبل سره د ملګرتیا د سویې د لوړولو لپاره مناسب ظرفیتونه لري، زیاته کړه: دیارلسم حکومت د بهرني سیاست په ډګر کښې د ګاونډیتوب د اړیکو د پراختیا لپاره یو ځانګړی پروګرام لري او د ایران او ترکمنستان اړیکې په هم دې لړ کښې د پراخو ملګرتیاؤ او د متقابل اعتماد په بنیاد، په تیرۍ سره د پراختیا په حال کښې دي.
په دغه ملاقات کښې بردي محمد اف هم له خپل هیواد سره د اړیکو د ټینګولو او پراخولو لپاره په تیرو څو میاشتو کښې د ایران د حکومت د هلوځلو په قدرونې سره وویل: دواړه هیوادونه په مختلفو سیساي، اقتصادي، تجارتي او کلتوري ډګرونو کښې پریمانه اشتراکات او وړتیاوې لري.