Jun 30, 2022 07:31 Asia/Kabul
  • د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د خارجه وزارت د مرستیال لیده کاته

د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره  په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پراختیا تاکېد وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کني تېره د قطر د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره، د دواړو هیوادونو د اړیکو او د سیمې د حالاتو په هکله سلامشورې وکړې.

د ایران د مذاکراتي ټیم مشر همدارنګه په نړیوالو او سیمه ایزو ډګرونو کې د قطر رغنده رول لوبونې ته په اشارې سره، په ایران باندې د بندیزونو د لیري کېدو له مذاکراتو څخه د دوحې کوربه توب، د دې هیواد د ښه نیت ښودونکی وباله.

هغه د ایران د ولسمشر او د قطر د باچا متقابلو سفرونو ته په  اشارې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د مختلفو موافقو لاسلیکېدا د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا نښې وبللې.

 

 

 

 

 

ټیګونه