کسپيّن دهیوادونو ترمینځ د دوستۍ او ملګرتیاسمندرګی دی
د اسلامی ایران ولسمشر ددغه سفر دبریاؤ په باب ووئيل ، کسپيّن سمندرګی ددغې سیمې له ملتونو سره اړه لري او مدیریّت به ئې هم ددغه سمندرګي دساحلی هیوادونو دګډ مدیریّت په اساس وي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ترکمنستان ته له سفر وروسته تهران ته په راستنیدا پسې ووئيل ، باید ساحلی هیوادونه پخپلو کې سره ملګرتیاوې ولري ،ځکه کسپيّن سمندرګی ، د هیوادونو او شاوخوا ملتونو ترمینځ د دوستۍ او ملګرتیا سمندرګی دی
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي دترکمنستان د ولسمشر سردار محمد بردي اف په بلنې سره پرون د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ عشق آباد ته په سفر تللی ؤ .
ابراهیم ریئسي د کسپیّن سمندرګي د څنډې هیوادونود مشرانو په ناستې کې پر شتون سربیره ، د آذربایجان ، ترکمنستان او روسیې له ولسمشر انو سره هم لیده کاته وکړل .
د اسلامی ایران ولسمشر ددغه سفر دبریاؤ په باب ووئيل ، کسپيّن سمندرګی ددغې سیمې له ملتونو سره اړه لري او مدیریّت به ئې هم ددغه سمندرګي دساحلی هیوادونو دګډ مدیریّت په اساس وي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې باید درست ساحلی هیوادونه سره ملګرتیا ولرل شي ،زیاته کړې ده ، په اقتصادي ، کلتوري او ژواک چاپيریالي، کشتۍ چلونې ، ټوریزم ، کپ پالنې او ځینو نورو حوزو کې باید د کسپيّن سمندرګي د ساحلی هیوادنوو ترمینځ ملګرتیاوې وشي .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د سمندرګي کنونشن ا و حقوقي رژيم ته په اشارې سره د ابتداء ددغه حقوقي رژيم اجرائي کیدا د کرښې پر انځورولو مشتمله وبلله او ټينګار ئې وکړ ، ابتدائي کرښه د مختلفو هیوادونو لپاره په تیره بیا دایران اسلامی جمهوریت لپاره د کسپيّن سمندرګي څخه د عادلانه استفاده چې په ساحلي حوزې کې ځيني مشکلات لري ، برابرولی شي