Jul 01, 2022 06:04 Asia/Kabul
  • ښاغلي رییسي د بایکاټونو د لغوه کولو په خبروکې په خپلو دریځونو ټینګار وکړ

د خبرو اترو په وخت د اسلامی ایران پرضد د چټی ادعاجګانو او تورونو بیا بیا مطرح کیدا د مزاکراتو له بهیره د هغو د سیاسی هدف ښودنه کوی

 

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران ولیمشر رییسی د قطر له امیر  شیخ تمیم بن حمد ال ثانی سره په ټیلی فوني خبرو کې د ایټمی اژانس هغوډیرو رسمي راپورونو ته په اشارې سره پکې ویل شوي د ایران ایټمی پروګرام شفاف او هیڅکله له قانوني لارې ندې بهر شوی جوته کړه د خبرو اترو په وخت د اسلامی ایران پرضد د چټی ادعاجګانو او تورونو بیا بیا مطرح کیدا د مزاکراتو له بهیره د هغو د سیاسی هدف ښودنه کوی .

رییسی ټینګار وکړ اسلامی ایران یواړخیزه بایکاټونه ظالمانه ، غیرقانونی او ناحق بولي او له خپلو حقوقو په دفاع کې هوډ من دې او ټولې هڅې باید په دې زمینه کې له ضروری ضمانتونو سره د بایکاټ د بشپړه لیری کولو په لاره کې تعقیب شي .

د قطر امیر هم په دغو خبرو کې  له دغه هیوادده د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونې سره وویل دوحه د خبرو اترو د پرمختګ او خپلو حقوقو د احقاق په لاره کی د تهران له دریځونو ملاتړ کوی .

شیخ تمیم دا هم وویل چی د قطر د نړیوال کپ د بهتر ترسره کولو لپاره د ایران  له متنوع نوښتونو هرکلی کوی .

 

 

ټیګونه