Jul 01, 2022 13:00 Asia/Kabul
  • د ایران د ایټمی فعالیتونو سلامتیا ټوله نړۍ ته ثابته شوې ده

د ایران د ولسمشر مرستیال او د ایټمي انرجیو د سازمان مشر، وویل: د امریکې او د ځینو لوېدیځو هیوادونو د استخباراتي ادارو په وېنا د ایران ایټمي فعالیتونه شفاف او له سلامتیا څخه برخمن دی.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي تیره شپه د دې په بیانولو سره چي د برجام نړیواله موافقه د شلو کلونو د خبرو اترو نتیجه وه، وویل: په دغه نړیواله موافقه کې په ایران باندې د وسله ایزو فعالیتونو تورونه ختم شوي چي په مقابل کې لوېدیځو هیوادونو ژمنه کړې وه چي ټول بندیزونه به له ایران څخه لیري کړي، هغه بندیزونه چي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ایټمي فعالتونو په پلمې سره لګول شوي وې.

هغه همدارنګه د ایران د ایټمي سوله ایزو فعالیتونو په وړاندې د اسرائیلي رژیم دوامداره کار ړنګوونو ته په اشارې سره، زیاته کړه: دغه رژیم ادعا کوي چي په ایران کې د وسله ایزو ایټمي فعالیتونو په هکله تر ۵۰ زره پاڼې زیات اسناد په لاس کې لري، په داسي حال کې چي په دې زمینه کې ایران د دوامداره پلټنو په چوکاټ کې نړیوالو ته ډاډ ورکړي او دوسیه یې بنده شوې ده.

 

 

ټیګونه