Jul 02, 2022 14:41 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان: په هرې پلمې د هر ډول پوځي اقدام مخالف یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د رسیدو په وخت وویل: د خپل ګاونډي هیواد ترکیې په اندیښنې پوهیږو او له هر ډول پوځي اقدام سره که هغه په هرې توجیه سره وي، په کلکه مخالف یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د رسیدو په وخت وویل: د خپل ګاونډي هیواد ترکیې په اندیښنې پوهیږو او له هر ډول پوځي اقدام سره که هغه په هرې توجیه سره وي، په کلکه مخالف یو

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار دمشق ته روان شو. هغه د سوریې له جګ پوړو چارواکو سره د لیدوکتو په موخه د دمشق هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم د خبریالانو په ټ،ل کښې، په سوریې کښې له شتونه د خوښۍ په ښودلو سره وویل: د د صهیونیسټي رژيم نننې اقدام او د سوریې په ځمکنۍ بشپړتیا باندې یې تیرې په کلکه غندو. د هغو بندیزونو ترڅنګ چې د سوریې په مقاومو خلکو باندې لګي، صهیونیسټان په سوریې کښې د بې ثباتۍ او د خلکو د ستونزو د زیاتولو په لټه کښې دي.

امیر عبداللهیان وویل: اوس چې د سوریې خلک خپلو کورونو او ښارونو ته په ستنیدو دي، غواړي چې په خپلو دغو اقداماتو سره دمشق په ناسمه توګه، ناامنه وښايي.

هغه په دې خبرې سره چې د سوریې خلک، حکومت او مشرتابه د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کښې په قدرت سره ع مل کوي، څرګنده کړه: مونږ د خپل ګاونډي هیواد ترکیې اندیښنه درک کوو او د ډیپلماسۍ او سیاسي خبرواترو له لارې د سوریې او ترکیې ترمینځ د موجودو غلط فهمیو د ختمولو او حل کولو کوشش کوو.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد هم د ایران د خارجه وزیر د هرکلي د مراسمو ترڅنګ وویل: سوریه د ایټمي دوسیې په جدي تعقیبونه کښې د ایران ترڅنګ ولاړه ده او په دې لړ کښې یې د دریځونو ملاتړ کوي.

 

ټیګونه