Jul 02, 2022 14:55 Asia/Kabul
  • سوریې ته د ایران د خارجه وزیر سفر؛ سیمه کښې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره هڅه:-

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې له چارواکو سره د کتنې او د سلامشورې لپاره دمشق ته رسیدلی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني سوریې ته د باندنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر هدف په دوه اړخیزه اړیکو باندې غور کول او د سیمه ییزو او د نړیوالو بحثونو په هکله د نظر تبادله وبلله.

سوریې ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې هغه د جون د میاشتې په اوویشتمه نیټه ترکیې ته په سفر کښې د سوریې په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې کړي وې.

حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مو په کتنه کښې په سوریې کښې د هر ډول پوځي اقدام له ترسره کولو د ایران مخالفت اعلان کړی دی.

د ترکیې ولسمشر اردوغان د سوریې  په شمال کښې د نویو پوځي عملیاتو خبر ورکړی دی کوم چې د دمشق د ځمکنې بشپړتیا خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د سوریې او  د عراق په شمالي سیمو باندې د ترکیې بریدونه په سیمه کښې د اختلاف یو مورد دی.

ایران له سیاسي لارې د سوریې د مسائیلو د حل پرضرورت ټینګار لري او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دي ؛سیاسي حل لاره د ترکیې د امنیتي اندیښنو د کمولو لپاره یوازنۍ حل لاره ګڼو او له هرډول پوځي اقدام څځه د ډډه کولو د ضرورت په بیا تکرارولو سره حاضر یوو نتیجې ته د  رسیدا لپاره د خبرو اترو په زمینه کښې د اسانتیا د برابرولو لپاره مخکښ ووسو.

د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د سوریې د امنیت او د ثبات ساتل او په سیمه ییزو معادلاتو کښې د تهران قدرتمن شتون اهمیت لري؛ ایران له خارجي یرغل او  له هغه بشپړه جنګ سره په مقابلې او بریالیتوب کښې چې د سیمې د ډیرو هیوادونو په ګډون سره د سوریې پرضد رامینځته شو چورلیزي رول درلود.

حاضردمه په ټولو سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي او کلتوري زمینو کښې د سوریې او د ایران اړیکې د پراختیا او زیاتیدا په حال کښې دي او دواړه هیوادونه له ناجایز صهیونیسټ رژیم سره د اسلامي او د عربي هیوادونو د اړیکو له عادي کیدا سره د مخالفت او دغه راز له خارجي یرغل سره د مخالفت په شمول په ډيرو سیمه ییزو مسائیلو  کښې ګډې لیدتوګي لري.

سره له دې ایران او ترکیه له ځينو اختلافاتو سره سره په یمن کښې د اووربند او د انساني کلابندۍ د ختمولو او د فلسطین له مسلې د ملاتړ په شمول په نورو ډیرو سیمه ییزو مسائیلو کښې یوشان نظر لري.

ښکاره خبره ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلواکه سیاستونو په غوره کولو سره د سیمې د هیوادونو په چارو کښې د خارجي هیوادونو له لاسوهنې سره په مخالفت کولو او په سیاسي حل لارو باندې ټینګار سره تل په سیمه کښې د سولې او د امنیت د ټینګولو په لاره کښې ګام پورته کړی دی او ایران په لویدیځې اسیا سیمې کښې د ثبات اصلي چورلیز و او دی ؛ او همدا اوس د سوریې په شمال باندې د  ترکیې د پوځي یرغل احتمال ته په پام سره د ایران خارجه وزارت د اوسنیو تاوتریخوالو د کنټرولولو لپاره فعال رول لوبوي او انکارا ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان وروستی سفر او دغه راز سوریې ته د هغه اوسنی سفر په همدې چوکاټ کښې د جاجونې وړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې هکله ویلي دي : سوریې ته زما د سفر یوه برخه په دغه هدف سره ترسره کیږي چې وکولای شو د دوو داسې هیوادونو په توګه چې د ایران اسلامي جمهوریت ورسره مهمې اړیکې لري د ترکیې او د سوریې ترمینځ په سیمه کښې د امنیت او د سولې د ټینګیدا په لاره کښې قدم پورته کړو.

 

ټیګونه