Jul 05, 2022 05:55 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

نړیوال فیډریشن د اسلامي هیوادونو په سیالیو کښې د ایران د جوډو د ملي لوبډلۍ له ګډون کولو سره موافقه وکړه

د نړیوال فیډریشن مشر د اسلامي هیوادونو د پيوستون په سیالیو کښې د ایران د ښځو او سړیو د جوډو د ملي ټیمونو د شتون اجازه صادره کړه.

د اسلامي هیوادونو د یووالي او پیوستون د لوبو پنځم پړاؤ د آګست د میاشتې له اتمې نه تر اتلسمې نیټې پورې د ترکیې د قونیه ښار په کوربه توب ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې ایران د ۱۱۰ ښځو او ۱۶۹ سړیو په شمول په ۲۷۹ لوبغاړو سره په دغو لوبو کښې ګډون وکړي.

په دې لړ کښې به د ایران د جوډو ملي ټیم هم د ۷ سړیو او ۷ میرمنو په ترکیب سره په یادو سیالیو کښې برخه واخلي.

 

ټیګونه