Jul 28, 2022 12:51 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي د ایران د غیږ نیونې د ملي ټیم د اتلولۍ مبارکي وویله

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  په یو پیغام کښې ټول ولس ته د ایټالیا په نړیوالو سیالیو کښې د ایران د ځلمیو د فرنګي کُشتۍ د ملي لوبډلۍ د بریالیتوب مبارکي ورکړه

له ۱۷ کالو د کم عمره پهلوانانو د فرنګي غیږنیونې نړیوالې سیالۍ د روانې جولایۍ میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۷ نیټې پورې د ایټالیا په روم ښار کښې ترسره شوې چې په پاې کښې یې د ایران ټیم په ۴۸ کیلوګرامه وزن کښې د علي احمدي وفا له خوا د سرو زرو د میډل، د ۵۱ کیلوګرام وزن په برخه کښې د محمد غلامي او په ۵۶ کیلوګرامو کښې د اهورا بویري له خوا د سپینو زرو او هم داشان په ۴۵ کیلوګرامه وزن کښې د پیام احمدي، په اتیاکیلوګرام کیټیګري کښې د سید رضا آذرشب، په ۹۲ کیلوګرامه برخه کښې د حمید رضا کشتکار او د ۱۱۰ کیلوګرامه برخې کښې د محمد جهانګیري له خوا د زیړو د میډلونو په ترلاسه کولو سره ټولټال ۱۳۵ پواینټونه وګټل او د دغو سیالو اتل شو.

له ایران وروسته د آذربایجان جمهوریت ټیم په ۱۳۰ پواینټونو سره دویم او د جارجیا لوبډله په ۱۲۱ امتیازونو سره په دریم نمبر راغله.

په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن په یو پیغام کښې د ایران شریف ولس ته د ایټالیا په نړیوالو مقابلو کښې د ایران د ځلمیانو د غیږنیونې د ټیم د اتلولۍ مبارکي ورکړه او د لوبغاړو، د هغوي د روزونکو او د دې برخې د ټولو کارکونکي یې د زړه له تله مننه وکړه.

 

ټیګونه