Aug 06, 2022 13:09 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې اودریدنه به د دغه رژیم زوال لاچټک کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزې باندې په حمله چې د صهیونیسټي رژیم د وروستیو جنایتونو په غندلو سره وویل: شک نشته چې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په واړندې اودریدنه او مقاومت به د دغه رژیم زوال لاچټک او نزدې کړي

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو د شهادت د شپو ورځو په مناسبت د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه: صهیونیسټي رژيم په غزې تړانګې کښې په بیګاني جنایت کښې یوځل بیا د خپلې نیواکګړۍ او تیري ګرۍ خوي نړیوالو ته وښوده خو د غزې د خلکو مقاومت به د ماشومانو د دغه وژونکي رژیم زوال لاګړندی او زر کړي.

د ایران ولسمشر هم داشان په افغانستان کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د تالي څټو او تفرقه اچونکو دسیسې ته اشاره وکړه او ویې ویل: کومو کسانو چې د امام حسین علیه السلام د ویر او ماتم په غونډه کښې خلک په خاورو او وینو کښې ولغړول، هم هغه د زماینې یزیدیان او د استکبار نوکران دي چې د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو په لټه کښې دي او ضروري ده چې د افغانستان حکومت دغه جنایتکاران معلوم کړي او د افغانستان د ټولو خلکو امنیت تامین کړي.

د ویلو ده چې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې له پرون مازیګر راهیسې د صهیونیسټي رژیم جنایتکاره بریدونه روان دي چې له امله یې تراوسه لږترلږه ۱۱ تنه شهیدان او ۷۹ نور زخمي شوي دي.

د فلسطین د مقاومت ډلو هم په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په ځواب کښې په نیواکي ټاټوبي باندې ۱۸۰ توغندي وار کړي دي.

 

ټیګونه