Aug 07, 2022 14:16 Asia/Kabul
  • په ویانا کې په روانو ایټمي خبرواترو کې پر خپلو رواؤغوښتو دایران ټينګار

که اروپایان واقعا هماغه شان چې ادعا کوي،له ایران سره کومې موافقې ته درسیدا غوښتونکي وي،نو باید د امریکا په پلۀ د پل له کیښودلو ډډه وکړي او  خپل دریځونه دې په خپلواکه توګه غوره کړي،د ایران د ګتو تضمینونه دې ورکړي او د راتلونکي لپاره دې هیڅ یوه موضوع مُبهمه نه پریږدي.

د ایران دمرکچي ټيم  سلاکار  محمد مرندي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل،په ویانا کې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو ترمینځ په روانو خبرواترو کلي پرمختګ شوی دی،خو ځیني مسئلې هماغه شان  حل کولو ته اړتیا لری.هغه پخپلو څرګندونو کې ټينګار کړی دی،اروپایانو او امریکایانو د ایټمي نړیوالې موافقې په باب  پر ایران دخپلو فیصلو اوغوښتو په تپلو کې ماته خوړلې ده او داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو موضوع هم په خبرواترو کې کوم شرط نه دی،بلکې په دې باب لویدیځي رسندویو دستر بریښولو هڅه کړې ده.

محمد مرندي روښانه کړې ده،د ایران درستې غوښتنې د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په چوکاټ کې  دي او له دې بهر هیڅ  شی نه دی. هغه ددې خبرې په کولو سره چې  متحده ایالات، د موافقې په باب ښه کارنامه نه لري،زیاته کړه،امریکا باید دایران د اندیښنو دختمولو لپاره یولړ فیصلې وکړي.د ایران لپاره پرمختګ مهم دی  او ترڅو چې پرمختګ دوام ومومي ، خبرې اترې به  هم روانې وې،هغه شی چې چې د مونږ لپاره مهم دی ،یوې منصفانه او تل پاتې  موافقې ته رسیدل دي.

په تیرو څو ورځو خبرواترو کې،د اروپائي اتحادئې له خوا له مطرح شوو وړاندیزونو او دغه راز د باقي پاتې موضوعګانو په باب دایران  دلیدتوګو په ارتباط کې بحث او دنظر تبادله شوې ده او ځیني پرمختګونه هم شوي دي، خو تر دې دمه د باقي پاتې ځينو موضوعګانو په اړه کوم نهائي تفاهم نه دی ترلاسه شوی.دا هماغه موضوع ده چې دایران دایټمي مورکچي ټيم سلاکار محمد مرندي هم ورته اشاره کړې ده په دې لړ کې په راتلونکي کې پر ایران ددباؤ په اړم دبدلیدا لپاره د هیڅ یوې موضوع په نه پاتیکیدا باندې  ډاډمنیدا، هغه مهم موردونه دي چې  ایراني پلاوی ورباندې ټینګار کوي.

یو مهم ټکی دا چې دبندیزونو دختمولو په نوو خبرواترو کې چې  له چارشنبې ورځې راهسې په ویانا کې بیرته پیل شوي دي،دهغه څه په اپوټه چې  په ځينو لویدیځي رسندویو کې مطرح شوي دي،په مخکې باقي پاتې  هیڅ یوه موضوع چې له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې څخه دایران دګټو خنډوي ، دایراني پلاوي له ایجنډا نه ده ویستل شوي او د  تهران له خوا وړاندې شوي آئيډیاوې  هم د تعقیبونې او د ایران دتمو یوې نتیجې ته د رسولو په موخې سره  مطرح شوي دي

په مسلمه توګه د ایران  دایټمي پروګرام په ضد د تش په نامه سیف ګارډز د ادعاوړ  دندې نه مشخص کیدا،له یوه پلوه په راتلونکي کې له دغو موردونو څخه د  ناسمې استفادې لپاره  لاره پرانیستې ده او له بل پلوه،داسې  بدعت رامینځةکوي،چې د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس ته اجازت ورکوي،هرکله  ئې چې زړه وغواړي،د صهیونیسټي رژيم پشمول د ثالث لوري د ادعاګانو په پلمه،د ایران په ضد نوي پوښتنې او ادعاګانې مطرح  کړي.  ددې په ترڅ کې چې کله کله تیر وخت ته کتنه ،په آژانس کې  رامینځةشوي سیاسی بهیر ته د فیصلې  کولو لپاره  د ۲۰۲۲کال په مارچ میاشت کې د ترلاسه شوو تفاهماتو  د نه اجراکیدا او د لویدیځي لورو دبدعهدیو  ښودنه کوي.نو ځکه دایران په حقه غوښته،دا ده چې د آژانس د ادعا وړ دوسیه  په یوځاي د تل لپاره وتړل شي . په مقابل کې لویدیځوالود اروپائي ټرائيکا د وروستۍ اعلامیې په وړاندې چې یوه ګواښونکي لهجه لری ، د آژانس د ادعا وړ دوسیې دتړل کیدا په باب د ایران  دزیات غوښتنې د القاء کولو  هڅه کوي . په داسې  حال کې چې د سیف ګارډز موضوعګانې اساسا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  جلا یوه چاره یا د ایران له خوا کومه اضافي غوښته نه ده  او د وي  په ۲۰۱۵کال کې  دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې په متن کې  هم د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس  دو اکمنې شورا په  ناستې کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د ایټمي پروګرام په شد دادعاګانو دختمولو لپاره یوه سیاسی  ژمنتیا وړاندې کړې ده . دا موضوع په تیره بیا  دایران په وړاندې د لویدیځوالو د چلند مخینې ته په پام سره  دير اهمیّت لري . ددغې موضوع یادونه اهمیّت لري،چې که اروپایان واقعا هماغه شان چې ادعا کوي،له ایران سره کومې موافقې ته درسیدا غوښتونکي وي،نو باید د امریکا په پلۀ د پل له کیښودلو ډډه وکړي او  خپل دریځونه دې په خپلواکه توګه غوره کړي،د ایران د ګتو تضمینونه دې ورکړي او د راتلونکي لپاره دې هیڅ یوه موضوع مُبهمه نه پریږدي.

 

ټیګونه