Aug 08, 2022 04:50 Asia/Kabul
  •  د یمن او فلسطین د ځوانانو سلحشوري روحیّه د اسلامی انقلاب د لارې دوام دی

خلک دې د فلسطین  اوس  د دوي له تیر وخت سره پرتله کړي،په تیر وخت کې  د فلسطین  د خلکو نظر،د کیمپ ډيویډ،شرم الشیخ او داسلو د سولې تړون په څير کوربتونو ته ؤ،خو نن سبا د صهیونیسټانود ظلم په مقابل کې مبارزه کوي او دعمل نوښت د فلسطینیو ځوانانو په لاس کې دی،د مقاومت دغه روحیّه  دتپلي جنګ  او د مدافع حرم د  شهیدانو  د وینې په برکت سره ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د  شهیدانو له یوشمیر کورنیو سره په کتنې کې دغزې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټانو د جنایتونو په محکومولو سره  د فلسطیني مبارزانو دسلحشور په شان روحیّه د اسلامی  انقلاب د لارې دوام وبالۀ.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، ابراهیم ریئسي په دغې کتنې کې د حضرت اباعبدا...الحسین علیه السلام  د شهادت دغمجنو شپو ورځوپه مناسبت په تسلیّت وئيلو او د غزې د مظلومو خلکو په ضد د جنایتکارو صهیونیسټانو د غیر انساني  اقداماتو په محکومولو سره ووئيل؛هغه اقتدار او عظمت چې نن سبا  دفلسطین په مقاومتی بهیرونو کې لیدل کیږي،پر ځان دهغه باؤر روحیّې او له استکبار سره دډغرې وهلو نتیجه ده چې د ایران اسلامی انقلاب  په سیمې کې  رامینځةکړې ده .

 د اسلامي ایران ولسمشر د غزې د خلکو په ضد د صهیونیسټانو ډيرو جنایتونو په یادولو سره ټينګار وکړ،خلک دې د فلسطین  اوس  د دوي له تیر وخت سره پرتله کړي،په تیر وخت کې  د فلسطین  د خلکو نظر،د کیمپ ډيویډ،شرم الشیخ او داسلو د سولې تړون په څير کوربتونو ته ؤ،خو نن سبا د صهیونیسټانود ظلم په مقابل کې مبارزه کوي او دعمل نوښت د فلسطینیو ځوانانو په لاس کې دی،د مقاومت دغه روحیّه  دتپلي جنګ  او د مدافع حرم د  شهیدانو  د وینې په برکت سره ده .

 

ټیګونه