Aug 10, 2022 07:30 Asia/Kabul
  • د خیام سپوږمکۍ ، له فضا د ایران د استفادې په لاره کی مهم ګام

زارع پور جوته کړه ایران اوس کولې شی سپکه سپوږمکۍ هم په مدار کی واچوی او د خیام سپوږمکۍ ۶۰۰ کلوګرامه وزن لري .

د ایران د ارتباطاتو اوټیکنالوجۍ وزیر عیسی زارع پور نن د مځکې ۵۰۰ کلومیټرۍ مدار ته د ایران د خیام سپوږمکۍ د توغولو خبر ورکړ . هغه چی قزاقستان ته یې سفر کړی دی ، د خپل انسټاګرام په پاڼه کې د ویډیو په خپرولو سره وویل د ایران خیام سپوږمکۍ نن د تهران په یونیم بجې د قزاقستان له بایکونور فضایی مرکز وتوغول شوه .

زارع پور جوته کړه ایران اوس کولې شی سپکه سپوږمکۍ هم په مدار کی واچوی او د خیام سپوږمکۍ ۶۰۰ کلوګرامه وزن لري . دغه سپوږمکۍ د ایران د اړتیا ړوړ فضایی معلوماتو د تامین لپاره ډیر لوړ ګام حسابیږی او د هغه له دیرو دقیقو انځورونو د ژواک چاپیریال او کرهڼې په زمینه کی استفاده کیدلې شی .

فضایی صنعت  پرمختللی ټیکنالوجۍ لرونکی صنایعو په لیکه کې راځی . له ټولو اعمال شویو محدودیتونو سره سره اسلامی ایران د فضایی تیکنالوجۍ بشپړه چرخې ته لاس رسی بیدا کړی او په څلورو لسیزو کې یې په پرله پسې په دې زمینه کی اوچت ګامونه پور ته کړی دي . ایران اوس د نړۍ  په لسو فضایی هیوادونو کی شامل دی چی دا د دغه ټاټوبی د ماهرانو او پوهانو د پرله پسې هلوځلو پامته داره دی . ایران اوس په هغو ګوته شمیر هیوادونو کی شامل دی چی دغه پرمخاللی ټیکنالوجي لری او دا یوه ستر بریا ده .

که څه هم دښمنانو په ډول ډول بایکاټونو سره  کوشش کړی دی د فضایی صنعت په شمول  د ایران د علمی او اقتصادی پرمختګونومخه ونیسی خو له ټولو محدودیتونو او دباونو سره صسره ایران توانیدلې  له فضا سره اړونده او  فضایی ټیکنالوجیو کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی .

د لویدیځې اسیا له نورو هیوادونو سره د ایران د فضایی پروګرام توپیر دا دې چی ایران په داخلی توان ولاړ دې او له ځای او خپلې داخلی ټیکنالوجي استفاده کوی .

دا مسله د امریکا او صیهونیست رژیم لپاره د منلاو وړ نده نو ځکه واشنګټن خپله ټوله هڅه کوی د ایران د فضایی پرمختګونومخه ونیسی خو لکه څرنګه چی ایران په خپلو داخلی ظرفیتونو تکیه لری نو ځکه دښمنان د ایران مخه نشی نیولې او په اساسی توګه د امریکا بایکاټونه او فشارونه په دې زمینه کی کوم خنډ نشی رامینځته کولې .

زارع پور وایی ایران د بایکاټ په اوج او سختۍ کې د فضا په حوزه کې پرمختللی پوهې ته رسیدلې دې ، په دې ډول چی د سپوږمکۍ او سپوږمکي وړونکی جوړول چی په زیاتې ځیرتیا سره جوپه هدف ته انتقالوی  ، عملی شو .

په اوسنی وخت کې د روسیې په سپوږمکي وړونکی سره د ایران د خیام سپوږمکۍ توغول په فضایی حوزه کې د ایران او روسیې ترمینځ د ستراتیجکۍ ملګرتیا پیل دې . په عین حال کی د ایران د ارتباطاتو او ټیکنالوجي وزارت د روسیې په شمول  په فضایی صنعت کې له نوم لرونکیو هیوادونو سره د ستراتیجیکو ملګرتیاو په څنګ  ځای فضایی ټیکنالوجیکی پراختیا پروګرام په ایجنډا کی  راوستې دې  او د کال تر پایه به خپل هدف ته ورسی .

 

 

 

 

ټیګونه