Aug 10, 2022 12:22 Asia/Kabul
  • د اربعَین لاریون د مقاومت د نړیوالې جبهې پنځیدل دي

د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر د حسینی اربعّین میلیوني لاریون ،دعاشورا دفرهنګ  یوه ځلا او د مقاومت  دنړیوالې جبهې رابرسیره کیدا او پنځیدل وبلل.

د ستمبر اولسمه نیټه  د ۱۴۴۴قمری کال د صفرې د میاشتې  له شلمې نیټې سره برابره  ده چې د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو یارانو د شهات څلويښتي ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان پشمول  له درستې نړۍ په میلیونونو حسینی مینه وال په دغې ورځې دحسیني اربعَین په ولولناکو دستورو کې د شتون لپاره د عراق کربلا ته ځانونه رسوي.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  دحسینی اربعّین  د لاریون ترسره کونکي کمیټې له  فعالانو سره په کتنې کې  ووئيل،د اربَعین لاریون دعاشورا او دعاشوراي کلتور د بقاء لپاره یوه ځلانده بیلګه او پر مځکې د ترټولو ستره انساني اجتماع ده.هغه د اربعّین د عظیم بهیر دلا ولولناک ترسره کیدا لپاره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لارښونو او ټينګارونو ته په اشارې سره  ووئیل، دغه دستورې د حضرت سید الشّداءعلیه السلام او د مقاومت دجبهې لارویانو  نړیوال ظهور او یوه جلوه ده .

د اسلامی ایران ولسمشر داربعّین په دستورو کې دخلکو د ولولناک شتون د آسانولو لپاره د حکومت درول په بیانولو سره ، داربعیّن د زیارتوالو د سفر د آسانولو لپاره د هیواد له درستوډيپلوماټيکو او داخلی ظرفیّتونو څخه پر استفادې ټينګار وکړ.

 

ټیګونه