Aug 10, 2022 16:00 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور۹۰کسان قرباني کړل

په درست ایران کې تردې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر اوه میلیون څلورلکه یو پنځوس زره اته سوه کسانو ته رسیدلی او په درملنې پسې هم تر دې دمه په ایرنا کې اوه میلیون یو لک دیرش زره اوه سوه څلویښت کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي،په تیر شواروز کې په ایران کې د نورو نوي کرونائي ناروغانو په مړینې سره تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یولک دوه څلویښت زره شپږ سوه څلور پنځوس تنو نه ورسید.

په راپورکې وئيل شوي دي د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره شپږ سوه څلویښت کسان ککړشوي چې له دوي یو زر اتیا کسان په روغتونونو کې بستري شول او دغه راز په درست ایران کې تردې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر اوه میلیون څلورلکه یو پنځوس زره اته سوه کسانو ته رسیدلی او په درملنې پسې هم تر دې دمه په ایرنا کې اوه میلیون یو لک دیرش زره اوه سوه څلویښت کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه