Aug 12, 2022 06:39 Asia/Kabul
  • د مقاومت د ټولګې هره برخه په یوازې سر هم د دشمن پوزه په خاورو موږلې شی

تاسو په خپل شجاعانه مقاومت سره د غاصب صیهونیسټ رژیم دوکه کونکې سیاست شنډ او ثابته کړه چی د مقاومت د ټولګې هره برخه په یوازې سر هم د دشمن پوزه په خاورو موږلې شی .

د رهبرۍ ستر مقام د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ د عمومي منشی لیک ته ځواب ورکړ

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ د عمومي منشی  د لیک په ځواب کی د جهاد اسلامی شجاعانه مقاومت د دغه غورځنګ د ځای د لوړتیا او د صیهونیست رژیم د دوکې د شنډیدا او د هغه د پوزې په خاورو مږلو سبب وباله .

د رهبرۍ ستر مقام زیاد النخاله د لیک په ځواب کې د دې خبرې په کولو سره چی وروستي پیښې د جهاد اسلامی ویاړونه زیات کړل او د فلسطینی ملت  په پرتمین مقاومت کې د جهاد اسلامی ځای لوړ کړ جوته کړه تاسو په خپل شجاعانه مقاومت سره د غاصب صیهونیسټ رژیم دوکه کونکې سیاست شنډ او ثابته کړه چی د مقاومت د ټولګې هره برخه په یوازې سر هم د دشمن پوزه په خاورو مږلې شی .

 

ټیګونه