Aug 13, 2022 05:58 Asia/Kabul

د سلمان رشدی ویندوی ویلی دی چی هغه له ساعتونو اپریشن وروسته د د تنفس د مصنوعی الې په وسیله ساه اخلی او د خبرو توان نلری .

داسوشیټډپریس له راپور سره سم د شیطاني ایتونو کتاب لیکوال مرتد سلمان رشدی چی د اسلام د عظیم الشان پیغمبر سپکاوې یې کړې وو ، پرون په نیویارک کې د وینا په مهال هدف وګرځیده .

په همدې زمینه کی د انګلستان دولتی رسندوې بی بی سی هم راپور ورکړی دی چی سلمان رشدی په نیویارک کې د چوتوکوا په مرکز کې په وینا بوخت وو چی د چاقو حمله پرې وشوه .د نیویارک پولیسود حمله کونکی د هویت په اعلانولو سره وویل چی هغه هادی مطر نومیږی او ۲۴ کلن دې او د فرویونیوجرسی اوسیدونکې دې چی اوس په بند کې دې .پولیسو په عین حال کې د شکمن ملیت او یا دا چی جنایی مخنیه لری یا نه ، څه ندي ویلی . 

د یادولو ده چی سلمان رشدی مرتد مسلمان او هندتوکمه او د پیغمبر اکرم ص او قران کریم په اړه یې د شیطانی ایتونو په نوم سپکونکې کتاب لیکلې دې چی په ۱۹۸۸ کال کی خپور شوی وو . 

 

 

ټیګونه