Aug 15, 2022 14:09 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې د شل کلن نیواک ، تیري او ویجاړۍ مسئوله ده

د هغه په وينا، په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غير قانوني کړنو پايله ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  ناصر کنعاني په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدو کلیزې ته په اشارې سره د دغه هیواد اوسنی بد حالت د امریکا د ناروا اقداماتو نتیجه وبلله. هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د شل کلن نیواک، تیري او تباهۍ د پایلو په وړاندې د امریکا مسولیت نه دی ختم شوی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن په تهران کې له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کې وویل له شلو کلونو وروسته مونږه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او په دغه هیواد کې د هغوی د غیر قانوني نیواک  د پای ته رسیدو شاهدان یو..

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غير قانوني کړنو پايله ده.

کنعانی یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې هغه څه چې په افغانستان کې د ثبات، سولې او امنیت له راتګ سره مرسته کولای شی، ټول شموله حکومت جوړول دی.

کنعاني څرګنده کړه: مونږ ه ځانونه د افغانستان له خلکو سره ګڼو او په دې هېواد کې ثبات او امنیت نه یوازې د دغو خلکو په ګټه دی؛ بلکې دا د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون د ګاونډیو هېوادونو ګټې تامینوي.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی په دغه خبري غونډه کې همداراز دایټمی موافقې په اړه هم ټینګار وکړ د ایټمی موافقې لپاره زمینه حتما وجود لری خو په دې شرط چی د اسلامی ایران سرې کرښې او له برجام د ایران اساسی ګټې تضمین شي .

 

ټیګونه