Aug 16, 2022 15:57 Asia/Kabul
  • نن سبا نوې او پرمختللي ټکنالوجۍ د طاقت په سیمبول بدل شوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر وویل چي نن سبا په نړۍ کې نوي او پرمختللي ټکنالوجۍ د قدرت د رامینځ ته کولو په سېمبول بدل شوي دي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي د دې په بیانولو چي نن سبا د قدرت مولفې او د هغه مظاهر د ټولنیزو سرمایو په ترڅ کې مطرح کیږي، وویل: نن سبا په ایټمي ډګر کې د سونګ او د پخلی وړتیا تر لاسه کول د قدرت نښه بلل کیږي.

هغه زیاته کړه: له نیکه مرغه ایران هم په وروستیو کلونو کې د زیاتو هلو ځلو او د پارلمان د استراتیجیکي مصوبې په پایله کې، په ایټمي مذاکراتو کې د ایران دریځ او مخنیوونکی ځواک پیاوړی شوی او د بندیزونو د ختمېدو غوښتونکی دی.

په دې وروستیو کې د ایران د ایټمي انرجیو سازمان د پارلمان له لوري د تصویب شوی قانون له مخي د هیواد د ضروریتونو د پوره کولو په موخه په لسګونو نوې سانټرفیزونه فعاله کړي دي.

په ایټمي زمینه کې د ایران د همکاریو په مقابل کې د امریکې او د اروپایي هیوادونو له لوري د غیرقانوني بندیزونو په ځواب کې  دبندیزونو د مقابلې قانون د پارلمان له لوري تصویب شو.

 

ټیګونه