Aug 16, 2022 17:39 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ځینې مطبوعات

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدو کلیزې ته په اشارې سره د دغه هیواد اوسنی بد حالت د امریکا د ناروا اقداماتو نتیجه وبلله

 

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ په غټو ټکیو لیکلی دی ، بی تضمینه موافقه او د بایکاټونو لغوه کیدا پرته برجام یعنی د تاوان تکرار

د لبنان د حزب ا... د اجرایی شورا مشر  وایی د خدای تعالی په مرسته نه امریکا ، نه اسراییل او نه د عربي هیوادونو تیلی ډالر به د مقاومت سیال نشی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی کنعانی ویلی دی په  سلمان رشدی حمله کونکې ، ایران سره ارتباط نلری .

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی ویلی دی مقاومت د اسلامي نړۍ د مشکلاتو د درملنې یوازنۍ نسخه ده . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې لیکی ښاغلی رییسی د کابینې په غونډه کې د ایران په رسمی کال هینداره کی د زمری د ۲۳ نیټې د اسلامی مقاومت ورځې نومولو ته په اشارې سره د مقاومت د لوړ او اوچت مفهوم په لمانځلو سره وویل تاریخی تجروبه مونږ ته وایی چی د نړۍ ملتونه هر چیرته چی د سلطې او استکبار له بهیر سره په مقابله کې د مقاومت او دریدا لاره پرمخ نیولی ده ، بریالی شوي او عزت او خپلواکي ته رسیدلي دي . ښاغلی رییسی د مقاومت د سترو سردارانو  حاج قاسم سلیمانی او حاج حسین همدانی د یاد او نوم په لمانځلو سره وویل د ایران ملت او د سیمې او نړۍ درست ازادي غواړي د مقاومت د مبارزانو او قوماندانانو د مجاهدت او ځوان مردۍ قدرونه کوي .

اطلاعات

 ایران د ایټمی موافقې په اړه د اروپا وړاندیزی متن ته  ځواب ووایه .

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی وایی  اوبه د کرهڼړې د ابیارۍ په نویو رودو کې باید وړیا شی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  ناصر کنعاني په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدو کلیزې ته په اشارې سره د دغه هیواد اوسنی بد حالت د امریکا د ناروا اقداماتو نتیجه وبلله

د لبنان د حزب ا... عمومي منشی سید حسن نصرا...وویل مقاومت د صیهونیسټانو هرډول تیري ته دځواب لپاره چمتودې

د لبنان د حزب ا... عمومي منشی سید حسن نصرا... د مقاومت په بریالیتوبونوکې د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک د قدس ځواک د پخواني قوماندان سردار شهید حاج قاسم سلیماني د رول په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی مقاومت د لبنان ضد صیهونیسټ رژیم هر ډول تیری ته د ځواب لپاره چمتو دې .

سید حسن نصرا... د ۲۰۰۶ میلادی کال په اوړی کې له صیهونیست رژیم سره د جنګ لپاره د حزب ا... فیصله یوه بشپړه لبنانی فیصله وبلله  چی د حزب ا... د مشرانو په وسیله غوره شوی وه .

د لبنان حزب ا... غورځنګ د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۶ میلادی کلونوکې د صیهونیسټ رژیم پوځ ته دوې نه هیریدونکی ماتې ورکړي دي  چی درسته  نړۍ پرې اعتراف کوی .

اوس هم د کابل ورځپاڼۍ

کلید

د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې

اسلامي امارت یو کال وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسې له بشپړېدو سره کابل ونیو او د واک واګي یې په لاس کې واخیست

اسلامي امارت یو کال وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسې له بشپړېدو سره کابل ونیو او د واک واګي یې په لاس کې واخیست، خو پوښتنه دا ده چې په تېر یو کال کې د نړۍ او اسلامي امارت تر منځ سیاسي اړیکې او تعامل څنګه و؟

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، په تېر یو کال کې یې د ګاونډ په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لرلې.

د نوموړي په خبره، لا هم د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپل پرانیستي سفارتونه لري او لا هم هڅې روانې دي چې له  نړۍ سره نږدې پاتې شي.

امیرخان متقي په افغانستان کې سیاسي بدلون او اسلامي امارت یو کلن مزل په ناسته کې وویل:«موږ د نړۍ له هیڅ هېواد سره ستونزه نه لرو. موږ اوس‌مهال له یو ګاونډي هېواد سره هم ستونزې نه لرې لرو. موږ په تېر یو کال کې په سیاسي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.»

په تېر یو کال کې د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ د سیاسي اړیکو او تعامل په اړه د چارو شنونکي له بیلابیلو زاویو غږیږي. د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالواسیع قانع وایي، تراوسه د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ په سیاسي تعامل او اړیکو کې هغه ډول پرمختګ نه دی شوی چې څنګه یې هیله کېده.

د نوموړي په خبره، لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده چې د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ یو مثبت سیاسي تعامل وشي.

«ځینې داسې کارونه کیږي چې د اسلامي امارت او نړي ترمنځ په اړیکو کې د خنډ او ځنډ سبب کیږي. دغه کارونه ډېر ځله له داخلي کړنو سرچینه اخلي، لکه د ښوونځیو تړل کېدل، د پراخ بنسټه حکومت جوړیدل او داسې نور ډېر کارونه دي چې نړۍ له اسلامي امارت غواړي.»

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي بیا وایي، اسلامي امارت په تېر یو کال کې ډېرې هڅې وکړي چې له نړۍ سره سیاسي تعامل وکړي، خو په خبره یې، لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

«که څه هم اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو جوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او دا هڅې لا هم روانې دي، خو تراوسه اسلامي امارت کومه لاسته راوړنه نه‌لري.»

سره له دې چې د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دیپلوماتان وخت نا وخت له اسلامي امارت سره ناستې کوي او پر بېلابېلو موضوعاتو غږېږي.

اسلامي امارت وایی چې له امریکا سره د دوحې تړون ته لا هم ژمن دي او غواړي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې او ښې اړیکې ولري.

 

 

 

ټیګونه