Aug 17, 2022 06:30 Asia/Kabul
  • خلیج فارس نومي ستره بیړه به په راتلونکو دوو کلونوکې بشبړشي

په توغندوي حوزې کې  درست هیوادونه په پریکنده توګه په لرواټنه توغندیو پسې دي، ځکه سمندري  او شعاع لرونکی حوزه لوي عملیات دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایران ي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ترراتلونکو دوو کلونو پورې به  د ایران د پوځي متخصصانو په لاس جوړیدونکي ؛خلیج  فارس ؛ نومې روزونکي بیړه  دایران  دپوځ  له نورو بیړیو سره یو ځاي شي.

زمونږخبریال راپور راکړ امیر البحر شهرام ایراني  ددې خبرې په کولو سره چې  د سمندري بیړیو د جوړولو لپاره  له پوه بنسټه شرکتونو استفاده کیږي،ووئيل،د خلیج فارس روزونکي بیړئ یو بلاک  بشپړ شوی  دی او د کشتۍ جوړونې په شرکت کې  ئې د  نورو مرحلو جوړول تعقیبیږي.

 هغه تر زر کلومیټرو پورې  په واټن سره د کروز توغندیو د کارولو په باب هم روښانه کړه ، په توغندوي حوزې کې  درست هیوادونه په پریکنده توګه په لرواټنه توغندیو پسې دي، ځکه سمندري  او شعاع لرونکی حوزه لوي عملیات دي.

د ایران د پوځ د سمندری ځواک قوماندان دمرکب سمندري مانورې په باب هم ووئيل،د ایران دا سلامی جمهوریت دپوځ دسمندري ځواک لومړیتوب دهندسمندر څنډې هیوادونه په تیره بیا  دوس او  ګاونډي ورور هیوادونه  او د دوي ترڅنګ د هند سمندر له محدودې بهر هیوادونه دي،ددې په ترڅ ګې چې   هیوادونو ته په مانورې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې  چې دوي هم ورته چمتووالی ښودلی دی .

 

ټیګونه