Aug 20, 2022 05:17 Asia/Kabul
  • په نړیوالو اړیکو کې پر امریکا اعتماد هیڅ معنا نه لري

امریکا هیڅکله هم د انصاف اوعدالت په اساس عمل نه دی کړی او دا ددوي داستعماري او استکباري خوي ښودنه کوي ،خو اوس وخت ترې تیر شوی او دامریکا باؤؤ نور  پاي ته رسیدلی دی.

د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت ویندوي ټينګار وکړ،په نړیوالو اړیکو کې پر امریکا اعتماد اوباؤرهیڅ معنا نه لري،له دغه هیواد سره دمخامخیدنې څرنګوالی باید په قدرت،عزت او کافی تضمین سره وي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د حکومت ویندوي علی بهادری جهرمي پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،د زمري د میاشتې د ا ته ویشتمې نیټې د کودتا درې درسونه  تل د ا یران دملت په ذهنونو کې باقي پاتې دي او دایرانیو سیاستوالانو د فیصلو معیار دي،امریکا له  خپلواکه او قدرتمن ایرانه ویره او وحشت لري،په نړیوالو  اړیکو کې پر  امریکاهیڅ باؤر نشي کیدلی، له دغه هیواد سره دمخامخیدنې څرنګوالی باید په کافی قدرت،عزت او تضمین سره وي.

هغه په عین حال کې ووئيل،امریکا هیڅکله هم د انصاف اوعدالت په اساس عمل نه دی کړی او دا ددوي داستعماري او استکباري خوي ښودنه کوي ،خو اوس وخت ترې تیر شوی او دامریکا باؤؤ نور  پاي ته رسیدلی دی.

 

ټیګونه