Aug 20, 2022 06:17 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د پوځي تجهیزاتو په تولید کې ددنیادپنځو پرمختللو هیوادونو په لیکه کې دی

مونږ نن سبا هغه ځاي ته رسیدلی یوو چې د هغه تش په نامې زبرځواک  په مقابل کې  چې  پوځي بودجه ئې د دنیا ددرستو پوځونو تر اندازې  پورې ده،کلک ودریږو او په سترګو کې ئې په سترګو اچولو سره  مقابله وکړو.

د ایران داسلامی جمهوریت ددفاع وزیر ځانګړي سلاکار سردار شاهرخ شهرام پرون د  شیراز د جمعې لمانځه له خطبو مخکې  پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې  ایران د پهلوي  رژيم د وخت له سپکو پوځي اړوندوالو څخه  ژغور لشوی او  هغه بلوغت ته رسیدلی دی چې دپوځي تجهیزاتو په تولید سره  دغه تولیدات نورو هیوادونو ته  صادرولی شی،زیاته کړې ده ،د ځاي متخصصانو  دشپې ورځې زیار او هڅو  او پلانونو او له ډول ډول ټیکنالوجیو څخه په استفادې سره ډیر پرمختللی  مرحلې ته رسیدلی یوو او په دغې حوزې کې یعني دپوځي تجهیزاتو د تولید په حوزې کې د نړۍ په پنځو هیوادونو کې مو ځاي  موندلی دی .

سردار شهرام ددې خبرې په کولوسره چې د اسلامی ایران پوځي او دفاعي بودجه د سیمې د هیوادونو او د ګاونډیو هیوادونو په نسبت ډيره کمه ده ووئيل، په همدې کمې بودجې سره توانیدلي یوو د دنیا یو ترټولو امنه هیواد شو، ځکه کار مونږ پخپله سر ته رسوو  او مونږ نن سبا هغه ځاي ته رسیدلی یوو چې د هغه تش په نامې زبرځواک  په مقابل کې  چې  پوځي بودجه ئې د دنیا ددرستو پوځونو تر اندازې  پورې ده،کلک ودریږو او په سترګو کې ئې په سترګو اچولو سره  مقابله وکړو.

 

ټیګونه