Sep 22, 2022 04:28 Asia/Kabul
  • امریکا باید له بشریت،ازادۍ او عدالت څخه شرم وکړي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په سیمه کښې د امریکا له لاسوهونکو او زور ویونکو سیاستونو سره په مقابلې کولو کښې د ایران مقاومت ته په اشارې سره وویل

 ایران به د عادلانه محکمې له لارې  د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په ټرور کښې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنایت باندې عادلانه قضايي غور تعقیب کړي.

هغه پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوه اویایمې(۷۷) غونډې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ټولو خلکو په وجود کښې د الهي ودیعې په توګه د عدالت د ټینګولو ګروهنه شته وویل ایران د عدالت د نړیوالیدا ملاتړ کوي ځکه چې عدالت وحدت رامینځته کونکی او ظلم جنګ رامینځته کونکی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د بشریت لپاره ګډ برخلیک ته قائل دی وویل داسې هیواد چې د عدالت ادعا کوي خو د ترهګرو ملاتړی ووسي باید له بشریت ، ازادۍ او عدالت شرم وکړي؛ له بشري حقوقو بره د ملتونو حقونه دي کوم چې په اسانۍ سره د سترو قدرتونو لخوا تر پښو لاندې کیږي.

هغه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې  موجودو  کسانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د عکس په ښودلو سره ټينګار وکړ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنایت باندې عادلانه قضايي غور له انسانیت سره خدمت کول دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل امریکا اجازه نه ورکوي چې هیوادونه په خپلو پښو ودریږي او د امریکا دوستان هم ښه حالت نلري؛ هغه څه چې نن په اروپايي هیوادونو کښې رامینځته کیږي داسې پیښې دي  چې په تیرو لسیزو کښې په اسیايي هیوادونو کښې رامینځته شوي دي.

 

ټیګونه