Sep 22, 2022 12:31 Asia/Kabul
  • د موافقې غوټه د هماغه کسانو په لاس خلاصیږي چی غوټه یې اچولي ده

د افغانستان د ملت ننې وضعیت د امریکااو ناټو د ځواکونو د شلن کلن نیواک او لاس وهنې نتیجه ده .

د اسلامي ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چی منطقي او عادلانه موافقې او نتیجې ته د رسیداپه هدف له خبرو سره موافق یو نه مزاکرات د مزاکراتو لپاره ، ټینګار وکړ ، د موافقې غوټه باید د هماغه کسانو په لاس خلاصیږي چی غوټه یې اچولي ده .

سید ابراهیم رییسي چی د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ دې ، د امریکا د بهرنی سیاست د کارپیژاندو او ماهرانو په ټول کې د سیمې په مساییلو کې د پردیو په نه لاس وهنې د ایران د ټینګار د یوه اصلی دلیل په اړه وویل د افغانستان د ملت ننې وضعیت د امریکااو ناټو د ځواکونو د شلن کلن نیواک او لاس وهنې نتیجه ده .

رییسي زیاته کړه اسلامی ایران له ایټمی موافقې ندې وتلې  او په دغه موافقه کې یې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دې ، دا امریکا وه چی له دغې موافقې ووتله او اروپایی هیوادونه وو چی په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ .

د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه ایټمی اژانس تراوسه ۱۵ ځله د دغه اژانس له مقرراتو د اسلامی ایران د ایټمی فعالیتونو د انحراف نه کولو اوسوله ایز والې باندې ټینګار کړی دې .

ښاغلی رییسي وویل په همدغه سیمه کې چی ایران پروت دې څو نور هیوادونه ایټمی فعالیتونه او حتی د ایټمی وسلو له تولید سره اړونده فعالیتونه لری ، په داسې حال کې چی نه اژانس او نه په نړۍ کې مدعي هیوادونه هغو په نسبت حساسیت نلري .

 

 

 

 

 

ټیګونه