Sep 23, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • که امریکا ضروري اراده ولري نو موافقه کیدلای شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ناروې له خارجه وزیرې سره په کتنه کښې د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په بیانولو سره ټینګار وکړ: د امریکا لخوا د ضروري ارادې په بڼه کښې اوس هم موافقه کیدلی شي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن انیکن هویټفیلډ په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کښې په کتنه کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د نړیوالو او د سیمه ییزو موضوعګانو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو د بیانولو په ترڅ  کښې وویل: د امریکا لخوا د ضروري ارادې د شتون په بڼه کښې اوس هم موافقه کیدلای شي.

هغه وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید په خپل فني مسوولیت او دندو عمل وکړي او د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله له دوه ګوڼهاو سیاسي کړچار څخه ځان لیرې وساتي.

 

ټیګونه