Sep 23, 2022 14:01 Asia/Kabul
  • بلواګرو په تهران او ښارونو کښې ځایونو ته تاوان رسولی

زمونږ خبریال وايي په تهران او د ایران په څو نورو ښارونو کښې د مهسا امنیتي د مړینې په پلمه د امنیت او د نظم په ساتونکو او خصوصي او عمومي ځایونو باندې د بلواګرو حملې بیګا هم روانې وې.

بلواګرو په امبولانسونو، د اوور مړکونې د ادارې په ګاډو او مرسته رسونکو ګاډو هم بریدونه وکړل او هغه یې وسوځول.

په دې ډول چې تراوسه څو طبي ټیکنیشیان او مرسته رسونکي ماموران ژوبل شوي او په روغتونونو کښې بستري دي او یوشپیته امبولانسونه هم تباه کړې شوي دي.

د تهران ښاروال زکاني  وویل په تیرو څو ورځو کښې د اور مړکونې د ادارې درویشت ګاډو ته تاوانونه رسول شوي او د دغه ادارې یو موټر ګاډی هم سوځول شوی.

هغه وویل په دغو بلواو کښې د اعتراض په پلمه درې څلویښت بسونه او څلور پنځوس تم ځایونه تباه کړې شوي دي.

دغه راز یوشمیر پولیس چې د عمومي ځایونو د تخربیدا د مخه د نیولو هڅه یې کړي وه د بلواګرو لخوا شهیدان کړې شوي دي.

په تهران کښې یوشمیر بلواګرو په یوه پولیس باندې ګاډي وخيژوه او په یوه بل غیر انساني اقدام کښې بلواګرو د پولیسو یو غړی په اور کښې وسوځوه.

د یوشمیر ګډوډۍ رامینځته کونکو لخوا له دغو تخریبي اقداماتو او د عمومي افکارو د لمسولو لپاره د دښمنو رسنیو له هڅې سره سره نن جمعې ورځ په ټول ایران  کښې امن و امان دی او ټاکل شوي ده چې نن د تهران له جمعې لمانځه وروسته خلک د بلواګرو کسانو د اقداماتو د غندلو لپاره مظاهرې وکړي.

 

ټیګونه