Sep 23, 2022 15:01 Asia/Kabul
  • د ایران د خلکو دښمانان د بلواو کوشش کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب د وروستیو بلواو په هکله ټینګار وکړ: د ایران د ملت دښمانان د بلواو هڅه کوي.

د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه خطیب سید احمد خاتمي د سیاسي عبادي لمانځه په خطبو کښې په ایران کښې وروستیو بلواو ته اشاره وکړه او ویې ویل د یوې هیواد والې مړینه  د خواشینۍ وړ ده او د هغې کورنۍ ته د تسلیت د  ویلو او د هغوې لپاره د صبر د ارزو کولو ځای دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب سید احمد خاتمي زیاته کړه: دغه پیښې ته د ایران ټول چارواکي ورګډ شول او ولسمشر او د قضايي قوې مشر او د مقننه قوې مشر ټول دغه پیښې ته ورګډ شول او د دغه مسلې په دقیقې تعقیبونې یې ټينګار وکړ او دغه چارواکي د نظام امین دي او په خپلو امینانو باندې کاملا ایمان لرو او د ایران خلک هم په دې ډګر کښې د امینانو په قول باندې ایمان لري او په پریکنده توګه به د مسلې تعقیبول او نتیجه خلکو ته اعلان شي.

هغه دغه راز وویل ډیره موده کیږي چې د ایران د خلکو دښمانان د بلواو د رامینځته کولو هڅه کوي او هغوې په یوې موضوع پسې وو خو بریالي نشول ؛خو چې کله یوه موضوع رامینځته شوه نو دوې ترې ډیره استفاده وکړه.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب سید احمد خاتمي جوته کړه یوازنی شی چې د دغو بلواګرو لپاره مطرح نه و هماغه د دغه میرمنې مهسا امیني مسله ده ځکه چې د ایران چارواکي په ډګر کښې دي  او دغه مسله تعقیبوي.

 

ټیګونه