Sep 23, 2022 16:18 Asia/Kabul
  • له یواړخیزه بایکاټونو سره د ملګروملتونو د منشور د دفاع د دوستانو ډلې د خارجه وزیرانو مخالفت:-

د ملګروملتونو د منشور د دفاع د دوستانو ډلې بهرنیو چارو وزیرانو په خپلې غونډې کښې د یواړخیزه بایکاټونو په ردولو سره د هیوادونو واکمنۍ ، ځکمنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته د احترام پرضرورت ټینګار وکړ.

دغه غونډه د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د اوه اویایمې غونډې په څنګ کښې وشوه.

په دغه غونډې کښې د ایران د خارجه وزیر د نړیوالو چارو مرستیال رضا نجفي د ملګروملتونو د منشور د اصولو په درنښت کولو او د ایران پرضد د امریکا د ناجایزو او د یواړخیزه بایکاټونو په ردولو ټینګار وکړ.

د ملګروملتونو د منشور د دفاع د دوستانو ډله تیر میلادي کال د ایران په شمول له نولسو هیوادونو څخه جوړه شوه او دغه ډله د لویدیځو هیوادونو لخوا د ملګروملتونو د منشور د اصولو بیا بیا خلاف ورزیو ته د ځواب د ویلو او د نوموړو اصولو د درنښت د ضرورت لپاره جوړه شوه.

د دغه غونډې پاییزه بیانیه د خوراکي شیانو د نه امنیت ،  د لوږې او د بې وزلۍ په زیاتولو کښې د دغو بایکاټونو په منفي اغیز او یواړخیزه بایکاټونو د ردولو ، د هیوادونو د واکمنۍ ، د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ د احترام کولو او د ملګروملتونو د منشور د اصولو په اجرا او احترام باندې د ټینګار کولو او له هغو هیوادونو سره  د خواخوږۍ د څرګندولو په چورلیزتوب سره چې د امریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخامخ دي د دغه ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو او د استازیو لخوا تائید شوه.

د یواړخیزه بایکاټونو مسلې چې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا لخوا د سیالیو هیوادونو یا د لویدیځ د سلطې د مخالفو هیوادونو پرضد لګیږي په تیرو څو کلونو کښې دوه چنده اهمیت پیدا کړی دی.

د دغه مسلې دوې(۲) مهمې بیلګې د زیات دباو سیاست چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې له اټومي تړون څخه د واشنګټن له وتلو وروسته د ایران پرضد  اعمال شوی او اوس هم د جوبایډن د حکومت لخوا تعقیبیږي او په اوکراین باندې د روسیې د حملې په پلمه د ټولو لویدیځو هیوادونو لخوا د روسیې پرضد د تر ټولو پراخو یواړخیزه بایکاټونو لګول دي.

اساسا د یواړخیزه بایکاټونو لګول د داسې اوزار په توګه ګڼل کیږي چې لویدیځ بلاک تل له هغه د نورو هیوادونو پرضد د یوې وسلې په توګه استفاده کوي.

امریکا د نورو هیوادونو پرضد د یواړخیزه، غیر قانوني او د ظالمانه بایکاټونو بیرغواله ده.

امریکا په نړۍ کښې په نورو هیوادونو باندې ترټولو ستره بایکاټ لګونکي ګڼل کیږي او دغه هیواد د خپل بهرني سیاست د هدفونو په لړ کښې د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بایکاټونو په لګولو کښې تر ټولو زیاته مخینه لري.

که څه هم د امریکا بایکاټونه په بیلابیلو سیاسي، تجارتي او امنیتي او حتی د بشري حقوقو په پلمو سره د نورو هیوادونو په تیره بیا د سیالیو یا د امریکا له سیاستونو سره د مخالفت لرونکو هیوادونو پرضد لګیږي خو له ټولو ظاهري دلایلو چې ورتیر شو د دغه کړچار د دوام اصلي دلیل د واشنګټن د ګټو تعقیبول دي.

امریکا د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې د ایران پرضد په ټول تاریخ کښې په  تر ټولو سختو بایکاټونو لګولو سربیره د روسیې د چین د وینزویلا د کیوبا د سوریې او د شمالي کوریا په شان د هیوادونو پرضد زیات یواړخیزه بایکاټونه لګولي دي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک وایي: ټوله دنیا د امریکا له بایکاټونو څخه چې نور له هیڅ کنټرول پرته د  بیلابیلو هیوادونو پرضد چې مشران یې د واشنګټن خوښ نه دي لګیږي ستړي شوي ده.

امریکا په تیره بیا بریتانیا هم د بایکاټونو په لګولو کښې له یوبل سره ملګرتیا کوي.

دغه بایکاټونه د امریکا او د لویدیځ له اقداماتو او سیاستونو سره د مخالفت کولو په پلمه یا د بایکاټ شویو هیوادونو لخوا د ګواښ په ادعا سره ترسره کیږي.

ملګروملتونو په ځلونو د کورونا ویروس د خپریدا په وخت د امریکا لخوا د یواړخیزه بایکاټونو په لګولو نیوکه کړي ده او اساسي ، طبي او د درملنې تجهیزاتو او شیانو ته د بایکاټ شویو هیوادونو د لاسرسي د اسانتیا لپاره د دغو بایکاټونو د لغو کیدا یا د کمیدا غوښتنه یې کړي ده.

د یواړخیزه اقداماتو د منفي اغیزونو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې میرمن النا دوهان وویل: یواړخیزه بایکاټونه د ملګروملتونو د اقتدار د  کمزوري کیدا او د قانون د واکمنۍ او د نړیوالو ملګرتیاو په زمینه  کښې د ویرې سبب کیږي.

داسې ښکاري د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د یواړخیزه بایکاټونو ورانونکو اغیزونو ته په پام سره د دغو بایکاټونو پرضد د یوه نړیوال ائتلاف د جوړیدا په شمول د بایکاټ شویو هیوادونو لخوا د یوه واحد چلند کولو ضرورت شته چې لویدیځ هیوادونه د یو هیړ نړیوالو دباونو ته په پام سره په دې زمینه کښې په خپل کړچار کښې بیا کتنه کولو ته مجبوره شي.

 په دې لړ کښې د ملګروملتونو د منشور د دفاع د دوستانو ډلې د غونډې په پاییزې بیانیې کښې د یواړخیزه بایکاټونو په غندلو کښې  د دغه ډلې  د خارجه وزیرانو دریځ له دغه سپیرې ښکارندې سره د یوه واحد نړیوال چلند  د ضرورت یادونه کوي.

 

ټیګونه