Sep 25, 2022 13:54 Asia/Kabul
  • د ایټمی موافقې اجرا د واشنګټن له ښه نیّت سره غوټه خوړلې

 د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده،امریکائي لورو حتی په وروستیو شبو ورځو کې  کې مونږ ته وئيلی دي، چې  ایټمی موافقې ته درسیدا لپاره لازم ښه نیّت او اراده  لري، او مونږ  هم ورته وئیلی دي ، نو بیا دې په حقیقت پالنې سره خپل ښه نیّت او اراده وښئ څو  دموافقې نهایت ته ورسیږو.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته درسیدا لپاره د ښه نیّت او ارادې په باب په وروستیو ورځو کې دامریکایانو د پیغام د لیږد خبر ورکړ او وې وئيل ، امریکایانو ته مو وئيلی دي ،په حقیقت پالنې سره دې ، نړیوالې ایټمی موافقې ته د رسیدا لپاره خپله اراده او ښه نیّت وښئ.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  چې په نیویارک کې دی،د نورو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د لیدو کاتو په باب دې ته په اشارې سره  چې په دغو لیدوکاتو کې مو وئيلی دي ،دا امریکائي لوری دی چط باید د فیصلې دغوره کولو شجاعت ولرل شی څو یوې ښې،پیاوړي او تل پاتې موافقې ته د رسیدا خبره وکړئ شو.

 د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده،امریکائي لورو حتی په وروستیو شبو ورځو کې  کې مونږ ته وئيلی دي، چې  ایټمی موافقې ته درسیدا لپاره لازم ښه نیّت او اراده  لري، او مونږ  هم ورته وئیلی دي ، نو بیا دې په حقیقت پالنې سره خپل ښه نیّت او اراده وښئ څو  دموافقې نهایت ته ورسیږو.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان بیګا په نیویارک کې د متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدا...بن زاید النهیان سره هم په کتنې کې  د ګډوملګرتیاؤ د لوړې کمیټې د ترسره کیدا لپاره دتهران چمتووالی اعلان کړ او هغه ئې د ایران په ضد دیواړخیزو بندیزونو د ختمولو لپاره له خبرواترو سره له اړونده وروستیو بدلونونو  هم خبر کړ.شیخ عبدا... بن زاید النهیان هم په دغې کتنې کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اماراتو  تاریخي او کلتوري مناسباتو اهمیّت ته په اشارې سره،د اقتصادي اوتجارتي ملګرتیا ؤ دپراختیا  او همداراز ددواړون هیوادونو دتاجرانو دشورا دناستې او دابوظبئ په کوربتوب سره د نوو انرژیو د کنفرانس په شمول  په سیمه ایزو غونډو کې د ایرانیو پلاؤ د شتون  لپاره پر چمتووالی ټینګار وکړ.دواړو لورو  همداراز په فارس خلیج کې د سیاسی نوښتونو او داوکراین د وروستیو بدلونونو په باب  هم مشورې وکړې.  

Image Caption

 

ټیګونه