Sep 27, 2022 12:56 Asia/Kabul

په میلیونونو داخلی او بهرنیو هیوادونو زایرینو د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت له کلیزې سره په یووخت ځانونه د هغه حضرت سپیڅلی حرم ته رسولي دي تر څو د مهربانۍ د امام په مبارک حرم کی د سلام او تسلیت په وړاندی کولو سره خپل زړونه د معنویت په نور روښانه کړي .

نن د ۱۴۴۴ قمری کال د صفرې د میاشتې دیرشمه چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د ستمبر له ۲۷ سره شمون خوري ، د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده

امام رضا علیه السلام په ۱۴۸ قمري کال کښې په مدینې منورې کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې  او د ۲۰۳ قمري کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ نیټه شهید کړی شو.

Image Caption

 

د دغه معصوم امام د ژوند او امامت پړاؤ د اهل بیتو اطهارو ته د خلکو د ګروهنې د اوج اخیستو او د رسول ا... مبارک د کورنۍ د ولسي اډو د پراخیدو دوران و.

حضرت امام رضا علیه السلام ته د خلکو د ګروهنې په زیاتیدو سره عباسي واکمن مامون په یوې دسیسې سره دوي ته زهر ورکړل او شهید یې کړ.

د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت ثامن الحجج علي بن موسی الرضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې او د هغه حضرت په سپیڅلی حرم ، په قم کی د حضرت بی بی معصومه سلام علیها په سپیڅلی حرم ، په جوماتونو ، امام بارګاو او نورو مذهبی ځایونو کې د ویر او ماتم دستورې ترسره کړې .

Image Caption

 

په میلیونونو داخلی او بهرنیو هیوادونو زایرینو د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت له کلیزې سره په یووخت ځانونه د هغه حضرت سپیڅلی حرم ته رسولي دي تر څو د مهربانۍ د امام په مبارک حرم کی د سلام او تسلیت په وړاندی کولو سره خپل زړونه د معنویت په نور روښانه کړي .

Image Caption

 

مونږ ه هم د ایران د راډیو او ټیلی ویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو ولسونو او په تیره بیا خپلو ګرانومیناوالو ته یو ځل بیا تسلیت وړاندی کوو .

 

ټیګونه