Sep 28, 2022 16:50 Asia/Kabul
  • مطبوعات

نن اکثره د ایران چاپ ورځپاڼې د بلواو او همدارنګه د ایټمي موافقې پوري د اړوندو مسالو په هکله لیکنې کړي دي.

لومړي د کیهان ورځپاڼه را اخلو

دغه ورځپاڼه په دې وروستیو کې په ایران کې د بلواګرو له لوري ښور ماښور ته په اشارې سره ویلي چي د امت رسوال الله ص د لوی امت تر عنوان لاندې سرتاسري لاریون او د میلیونونو ایراني ښاریزو ګډون وښوده چي ولس له بلواو څخه ملاتړ نه کوي او ورسره د امریکې او اسرائیلي رژیم هیلې تري تم شوې.

ورځپاڼه لیکي چي دغه دسیسه د امریکې، اسرائیلي رژیم، ځینې اروپایي هیوادونه، بهرني استخبارات له لوري عملي شوې وه خو د اسلامي ایران مسلمان ولس د امت رسول الله ص په لوی لاریون سره د اسلام د ښمنان یې ناهیلي کړ او د هغوی دسیسه یې ناکامه کړه.

ورځپاڼه په دوام کې د صهیونیستي رسنیو راپورونو ته انعکاس ورکړي چي یې لیکلي دي چي د امریکې دسیسه ناکامه شوه او د ایران دولت او ولس د بلواو په کنټرولولو کې بریالي شول.

د ورځپاڼې په وېنا، اسرائیلي رسنۍ په ایران کې د ثبات او ارامښت څخه د خواشینی په ښودلو سره، ویلي بلواو ته د لمن وهلو لپاره د امریکې هلې ځلې ناکامې شوي.

کیهان ورځپاڼه په دوام کې لیکي چي د بلواګرو او اغتشاشاتو څخه د ولس نه ملاتړ ، د خلګو بصیرت او د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ د امریکې او د صهیونیستي رژیم د دسیسې د ناکامه کېدو سبب شوی دی.

کیهان ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا د سعودي له لوري د یمن د بې ګناه ولس په وژله کې د جرمني رول ته اشاره کوي او لیکي:  که څه هم په یمن باندې جنګ او جګړه د سعودي او امارات له لوري تر سره کیږي خو د جګړې تر شا بیا د لوېدیځو هیوادونو او په ځانګړي توګه د جرمني لاس نغښتی دی.

ورځپاڼه د خپل دغه ادعا د ثابتولو په لړ کې په یمن باندې د سعودي په برید کې د کارول شویو وسلو په هکله معلومات وړاندې کوي.

کیهان لیکي چي په یمن باندې یرغلګرو هیوادونو یعني امارات او سعودي خپله د توغندیو او نورو پرمختللیو وسلو د تولیدولو وړتیا نه لري، نو ځکه د یمن په ولس باندې کارول شوي بمونه او توغندی له لوېدیځو هیوادونو څخه پلورل شوي دي، د لوېدیځو هیوادونو وسله ایز ملاتړ په یمن باندې د سعودي د ائتلاف د یرغل د دوام سبب شوی دی.

ورځپاڼه په دوام کې د جرمني تاګس شاو مجلې وروستي راپور ته اشاره کوي چي یې په عربستان، مصر او امارات باندې د بمونو او نورو وژونکو وسلو د خرڅلاو لپاره د جرمني د فډرل ادارې د جواز د صادرولو خبر ورکړی دی.

کیهان په دوام کې تاکید کوي چي ټولو ته معلومه ده چي سعودي عربستان او امارات په یمن کې په عامو خلګو بمبارونه کوي او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه بې ګناه وګړو ته مرګژوبله اړوي، خو سره له دې جرمني په عربستان او امارات باندې د وژونکو وسلو او بمونو پلور ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چي یوازې په تېر میلادي کال کې عربستان د ۳۰ میلیون یورو په ارزښت یې له جرمني څخه بمونه رانیولي دي، هغه بمونه چي د یمن په مظلوم ولس کارول شوي دي.

اطلاعات

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه هم مختلفو مسالو ته یې انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چي د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د طالبانو په حکومت یې سخت تورونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي چي ترهګرې ډلې په افغانستان کې دطالبانو په ملاتړ سره، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، هغه په خپل راپور کې ویلي چي په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهرې وژله وښودله چي دغه ترهګره ډله په افغانستان کې پوره پوره ازادي لري او د طالبانو د حکومت له لوري حمایه کیږي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د امریکې له لوري د اکراین او روسیې د مسالې په تړاو د ولادیمیر پوتین د وروستیو خبرداریو  ځواب ته انعکاس  ورکړی دی.

د روسیې ولسمشر پوټین حو ورځې وړاندې ویلې وه چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو اکراین ته وسلو په لېږدولو او نورو ورانوونکو اقداماتو سره، د روسیې په ټولو سرو کرښو پوښه ایښودلي چي د دې کار په دوام سره، کېدایشي روسیه د ایټمې وسلو کارولو ته مجبوره شي.

اطلاعات ورځپاڼه لیکي چي سپینه مآڼۍ ویلي چي امریکا د روسیې له لوري د ایټمي وسلو د کارولو ګواښ جدي ګڼي خو که مسکو دا کار وکړي نو له سختو پایلو سره به مخامخ شي.

ورځپاڼه همدارنګه د ناټو د سرمنشي وېنا ته هم انعکاس ورکړی چي یې په پوټین سخټې نیوکې کړي او ویلي چي ناټو به وارخطا نه شي او خپل ارامښت وساتي او د اکراین له جګړې څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي.

جام جم

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس د وروستیو غرضي وېناو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د اژانس د مشر محمد اسلامي وېناو ته انعکاس ورکړی چي یې ویلي: په ایران کې هیڅ ډول نه اعلان شوی ایټمي فعالیت نه دی تر سره شوی.

محمد اسلامي ویلي چي د ایټمي انرژیو نړیوال اژانس باید د نورو غرضي هیوادونو له چټي تورونو له کارولو لاس واخلي او د بې بنیاده ادعاګانو پر ځای رښتیا ازموینې او پلټنو څخه تبعیت وکړي.

هغه په ویانا کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په ۶۶ غونډه کې تاکید وکړ چي په ایران کې هیڅ ډول پټ ایټمي فعالیت نه دی تر سره شوي، ټول ایټمي فعالیتونه له مخکې اعلان شوي او تورونه د اسرائیلي رژیم د بې بنیاده ادعاګانو پر اساس په ایران لګول شوي دي.

عزیزانو اوس راځو د کابل مطبوعاتو ته

یادونه کوم چي په افغانستان کې اوس مهال ورځپاڼې نه چاپیږي، او اکثره په انلاین ډول خپل مطالب خپروي.

مسیر ورځپانه

دغه ورځپاڼه لیکي چي پاکستان یو ځل بيا افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه وښوده او له افغان سرپرست يې وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، له افغان خاورې څخه د ګاونډيانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي چي د پاکستان ځانګړي استازي منير اکرم دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړه شوې وه.

وړاندې راغلې چي دغه غونډې ته د ګڼو نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې. نوموړي د ترهګرو موضوع ته اشاره وکړه او وې ویل چې هېواد یې د هغې ترهګرۍ په اړه، چې په افغانستان کی پېدا کېږي او يا هلته کېږي، اندېښمن دی.

مسیر په دوام کې لیکي : نوموړي له افغان سرپرست حکومت وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډيانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

منیر اکرم د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، داعش او القاعده ډلې یادونه هم وکړه او وويل چې هېواد یې د دغو ډلو د ځپلو په اړه د ټولو اقداماتو ننګه کوي. څو ورځې مخکې هم د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې دا ډول څرګندونې کړې وې.

 

ټیګونه