Sep 29, 2022 04:34 Asia/Kabul
  • په خبرو کښې د ایران غوښتنه د اعتماد وړ تضمین ورکول دي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د سیف ګارډ په سیاسي پلمو سره دایران پرضد د پریکړه لیک د صادریدا او د لویدیځو هیوادونو د بیا بیا ژمنې ماتولو د مخنیوي لپاره د سیف ګارډ د مسائیلو د حل او په اعتماد وړ تضمین ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا د ایران له خلکو سره د ټيلي ویژن له لارې په ژوندۍ بڼه خبرو کښې د اټومي خبرو اترو د وروستي حالت په هکله پوښتنه ته په ځواب کښې د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره خپلې وروستۍ کتنې ته په اشارې سره وویل په دغه کتنې یې په دوو اصلونو د سیف ګارډ د مسائیلو په حل کولو او د ایران د ملت د اقتصادي ګټو په امکان سره د بایکاټونو په پایداره ډول په ختمیدا ټینګار کړی دی.

هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په سیاسي کړچار باندې نیوکې سره وویل د اټومي اژانس  مشران د ایران د اټومي مرکزونو له  کتلو وروسته په رسمي ډول وايي چې ایران په اټومي موضوع کښې هیڅ سرغړونه  نه ده کړي  خو  چې کله اروپا ته ورستنیږي یا ورسره صهیونیسټ رژیم ټیلي فوني تماس نیسي نو د دوې لهجه او خبرې بیا بدلیږي چې دغه د دریځ بدلون مسلې ته د سیاسي کړچار ښودنه کوي.

ایت الله رئیسي دغه راز د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د حاج قاسم سلیماني د عکس په ښودلو کښې چې د رسنیو او د سیاسي ټولنو ډير پام یې جلب کړ د خپل نوښت او د دغه  نوښت د هدف او د پیغام په هکله وویل ما غوښتل ووایم چې امریکا د داعش ډلې جوړونکي ده او له ترهګرۍ او داعش ډلې سره د مبارزې اتل حاج قاسم سلیماني و او څوک چې له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل و د امریکا او د پخواني ولسمشر ټرمپ په لاس شهید کړی شو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مهسا امیني لپاره د رامینځته شوي پیښې په اړه پوښتنې ته په ځواب کښې چې د ازبکستان سمرقند ته د هغه له سفر سره په یووخت رامینځته شوي وه د دغه موضوع د روښانه کیدا لپاره د ترسره شویو اقداماتو په هکله وویل د مهسا امیني د مړینې په پیښه کښې زمونږ اصل شفافیت او عدالت دی او که چیرې په دغه پیښه کښې څوک ګرم وي نو تر تعقیب لاندې ورځي.

هغه په ایران کښې د وروستیو بلواو په هکله هم وویل د ایران ټول ملت په دغه ټکی باندې متفق دی چي نن سبا هر ډول بلوا او اغتشاش د خلکو د امنیت د له مینځه تلو او د خلکو په ژوند او مال باندې د تیري سبب کیږي نو ځکه خو د هر چا لخوا بلوا د منلو وړ چاره نه ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوام کښې په دې خبرې سره چې د هیواد خلکو په بلواو کښې د انقلاب ضد کسان او دوښمانان ناکامه کړل وویل هغوې غوښتل د تیرو فتنو په شان په ایران کښې بلوا رامینځته کړي.

هغه په دې خبرې سره چې دوښمانان هر ځل یوه موضوع پلمه ګرځوي چې په ایران کښې بلوا رامینځته کړي وویل هغوې د ایران د ملت لپاره زړه نه خوږیږي او د ایران ملت هم هغوې پيژندي.

 

ټیګونه