Sep 29, 2022 04:53 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په مرکزونو بریدونه کړي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور وویل

تراوسه د عراق په کردستان سیمه کښې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي درې اویا بلاسټیک توغندي او په لسګونو ځان وژونکي بې پایلوټه الوتکې په دقیق ډول د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت او د دیره کیدا په ځایونو کښې په نظر وړ ځایونو او هدفونو باندې لګیدلي دي او دغه مرکزونه یې په کامل ډول تباه کړي دي.

هغه د بیلتون غواړو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د ایران د حمزه سید الشهدا علیه السلام د مرکز د جنګیالیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل په دغو عملیاتو کښې د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو  په مرکزونو باندې بریدونه وشول.

پاکپور وویل د بیلتون غواړو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د عملیاتو په نوي پړاو کښې چې په دوه څلویښتو تیت پرک سیمو او په ځینو موردونو کښې له یوبل څخه یې څلور سوه کلومیټره واټن درلود د بیلتون غواړو ترهګرو ډلو مرکزونه چې په پریکنده توګه د ایران ضد ترهګرو ډلو ته اړونده وو تباه شول.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور د ایران د اسلامي جمهوریت ضد د دسیسه ګرو او انقلاب ضد ترهګرو ډلو د ټغر د ټولولو لپاره د عراق  د شمال د کردستان سیمې د چارواکو د فیصلې کولو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ د اسلام د جنګیالیو عملیات د عراق په کردستان سیمه کښې د بیلتون غواړو ترهګرو او د انقلاب ضد ټروریسټي ډلو په کامل ډول بې وسلې کیدا پورې دوام لري.

 

ټیګونه