Sep 29, 2022 06:38 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران د خلکو د حقوقو د ملاتړ خبره مه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي د ایران د ملت پرضد د امریکا د بایکاټونو لګولو ته په اشارې سره وویل امریکا د ایران د خلکو د حقوقو د ملاتړ خبره مه کوي.

هغه پرون په تهران کښې د بیلجیم او د جرمني له سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کښې د ایران د خلکو د بشري حقوقو د ملاتړ په پلمه د امریکا لاسوهونکي اقدامات وغندل او زیاته یې کړه امریکا په خپلو بایکاټونو سره د ایران د میلیونونو خلکو د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کړي ده او د ایران د ډيرو خلکو ژوند یې په خطر کښې اچولی دی نو دغه هیواد څرنګه د ایران د خلکو د حقوقو د ملاتړ خبره کولای شي.

د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر  کاظم غریب ابادي دغه راز په ایران کښې له بلواو د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ کولو باندې نیوکې سره وویل د نړۍ په هر ځاې کښې هغو غونډو ته چې له تاوتریخوالي، د سړو او د ګرمو وسلو له ګرځولو او د عمومي او د خصوصي ځایونو له ورانولو سره یوځاې وي سوله ییز غونډې نه ویل کيږي.

هغه زیاته کړه په ایران کښې هر کال په سلګونو سوله ییز اعتراضونه او غونډې له هیڅ مشکل پرته ترسره کیږي خو هغه څه چې په تیرو څو ورځو کښې د ایران په ځینو ښارونو کښې لیدل کیږي له تاوتریخوالي څخه ډکو اقداماتو ، ویره اچونکو ، ورانکارو او د ښاریزو خصوصي او عمومي مالونو ته د تاوان له رسولو سره یوځاې دي.

 

ټیګونه