Sep 29, 2022 14:31 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امیر عبداللهیان راپور

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چي نیویورک ته په سفر تلی دی د ملګرو ملتونو په ۷۷ غونډه کې وینا وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ایران د ډیپلماټیک پلاوی د سلامشورو په هکله ولیکل: په ټولو غونډو او ملاقاتونو کې له نورو هیوادونو او نړیوالو اداراتو سره د اسلامي جمهوریت د موافقاتو د تعقیبونو په ترڅ کې هڅه شوې چي د سیمي او د نړۍ روانو حالاتو ته په کره کتنې سره، مقابل لورو ته د رسندویې پروپاګنداو څخه بهر، حقیقي تحلیل وړاندې شي.

عبداللهیان زیاته کړه چي په نیویورک کې د بندیزونو د لیري کېدو په لړ کې د ایټمي موافقې په هکله په مذاکراتو د ایران دریځ، چي د اقتصادي ګټو په لړ کې د ښې موافقې پر بنیاد ولاړ بیان شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي اکثره هیوادونه له ټروریسم سره په مبارزه کې د ایران د مهم ځایګی  او همدارنګه په کړکېچنه سیمه کې د ایران څخه د ثبات د یوې جزیرې په توګه یادونه کوي، جوته کړه: همدغه ثبات او قدرت دی چي سبب شوی دښمنان په هرې پلمې سره، د ایران د پرمختګ او د پراختیا د مخنیوی هڅه وکړي، لیکن هغوی به کامیابه نه شي.

هغه یادونه وکړه چي لاهم د ایران په ضد د ظالمانه بندیزونو د لیري کولو او شنډولو په لړ کې هلې ځلې روانې دي.

 

ټیګونه