Sep 29, 2022 16:26 Asia/Kabul
  • ملي انسجام د ایران ننې سټراټیجیک ضرورت

له دې سره سره چی د امنیتی عسکرو په هلوځلو او د ایرانی ملت په ځیرتیا سره په هیواد کې ملی وحدت ته د ګوزار او درز رامینځته کولو لپاره د دښمنانو کوششونه ناکامه شوي دي خو یوځل بیا یې په ټولنه کی د ملی کوټلتیا د ساتلو ضرورت جوت کړې دې .

 

داسلامي ایران ولسمشر وویل هغه څه چی په ټولنه کی ورته سخته اړتیا لرو ، وحدت او ملی کوټلتیا ده ځکه چی دښمنانو زمونږ په ملی انسجام حمله کړی ده .

سید ابراهیم رییسي د شورو په شپه له خلکو سره په ژوندي ټیلی ویژیوني خبرو کې پر دې په ټینګار سره چی د دشمن چل د اختلاف رامینځته کول او ملی کوټلتیا ته ګوزار ورکول دي ، زیاته کړه  د ایران ټول ملت په دغه ټکی ګډ نظر لري  چي نن سبا هر ډول بلوا د خلکو د امنیت د له مینځه تلو او د خلکو په ژوند او مال د تیري سبب کیږي نو ځکه خو د هر چا لخوا بلوا او ګډوډې د منلو وړ ندې .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوام کښې په دې خبرې سره چې د ملت  په بلواو کښې د انقلاب ضد کسان او دښمانان ناکامه کړل وویل هغوې غوښتل د تیرو فتنو په شان په ایران کښې بلوا رامینځته کړي. هغه په دې خبرې سره چې دښمانان هر ځل یوه موضوع پلمه ګرځوي چې په ایران کښې بلوا رامینځته کړي وویل هغوې د ایران د ملت لپاره زړه نه خوږیږي او د ایران ملت هم هغوې ډیر ښه پیژني .

د اسلامي ایران ولسمشر څرګندونې په داسې شرایطو کې بیانیږي چی په وروستیو ورځو کې د ایران په ځینو سیمو کې نارامي او بلوا رامینځته شوه دغه ناامنۍ او بلواګانې د یوې ایرانۍ انجلی میرمن مهسا امینی د مړینې په پلمه پیل شوې خو د اسلامي ایران دښمنانو هغه په ټولنه کی د درز د رامینځته کولو لپاره یو فرصت وباله او هڅه یې وکړه د محصلینو ، هنرمندانو ، ورزشکارانو ، معلمانو او کارګرانو په شمول د خلکو بیلا بیلې پرګنې او قومیتونه د یوه بل په مخ او همداراز د نظام په مقابل کی راولي .

له دې سره سره چی د امنیتی عسکرو په هلوځلو او د ایرانی ملت په ځیرتیا سره په هیواد کې ملی وحدت ته د ګوزار او درز رامینځته کولو لپاره د دښمنانو کوششونه ناکامه شوي دي خو یوځل بیا یې په ټولنه کی د ملی کوټلتیا د ساتلو ضرورت جوت کړې دې . ملی وحدت د ټولنو د پرمختګ ، سیاسی ثبات اوامنیت د ساتلواساس دې او پکې هر ډول ګډوډې ټول اجتماعي او اقتصادي سیاستونه دروی او په ټولنه کی به د هر ډول پرمختګ خنډ وي .

همدارنګه په هغه پړاو کې چی د ایران خلک او حکومت د امریکا له خوا له سختو اقتصادي بایکاټونو او سیاسي دباونو سره مخامخ دی د ملی انسجام او وحدت د ساتلو ضرورت دوه چنده کیږی ځکه چی یوازې په ملی انسجام او وحدت سره به په ټولنه د پرمختګ د لارې دوام او مقاومت امکان برابره شي .

په عین حال کی باید دغې موضوع ته هم اشاره وکړو چی په ایران کی موجودو قانوني ظرفیتونو د ټولو خلکو لپاره د اعتراض او نیوکې امکان برابر کړې دې په دې شرط چی د ملی امنیت او عمومي نظم خنډ نشی .

د رهبرۍ ستر مقام هم په ځلونو دغې موضوع ته اشاره کړی ده چی خپلواکی او ازادي د یوه بل په څنګ کې د انقلاب اصلي شعارونه دي ، ازادی په دغه هیواد کی تامین شوی ده ، هو یوشمیر کسان بی انصافي کوي ، له موجودې ازادۍ استفاده کوی او په دروغه وایی چی  ازادی نشته دې ، پردي راډیوګانې او رسندویې هم د هغو خبرو ته انعکاس ورکوي . دا حقیقت ندې . نن زمونږ په هیواد کې د فکر ازادی شته ، د بیان ازادی شته ، د انتخاب ازادی شته ، هیڅوک په دې خاطر چی فکر او نظر یې د حکومت له نظر سره مخالف دې ، له ګواښ ، دباو او تعقیب سره ندې مخامخ .

د اسلامي ایران ولسمشر هم په خپلو خبرو کې د ازاد اندیشۍ د کرسیو په ځای پر ځای کولو د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار او ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل که څوک په کوم ځای کی مخالف نظر لری نو هیڅ خبره نشته ، خپل نظر دې بیان کړی خو د نظر بیانول له بلوا پرته دې . مونږه باید په بشپړه د هر ډول مخالف نظر ، نیوکې او اعتراض زمینه په پرانستو بحثونو کی کیږدوو حکومت هم حتما باور کوی .

 

 

ټیګونه