Sep 30, 2022 04:20 Asia/Kabul
  • ترهګرو ته د ایران ځواب پریکنده او غاښ ماتونکی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک په یوې اطلاعیې کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د شرارت اصلي زیږنځایونو ، ترهګرو او اشرارو ته د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک ځواب پریکنده او غاښ ماتونکی دی.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د سپمتبر د میاشتې په څلرویشتمه نیټه هم د عراق په کردستان سیمه کښې د بیلیون غواړو ترهګرو پرضد د توپونو او د توغندیو بریدونه پیل کړي وو.

د ایران د سپاه پاسداران اعلامیې د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو شرارتونو ته د دغه ځواک په پریکنده او غاښ ماتونکي ځواب ورکولو باندې ټینګار سره یادونه وکړه د عراق له شمال سیمې په تیره بیا د ایران  په کردستان ، اذربایجان غربي ، کرمانشاه ولایتونو کښې  د ترهرګو ډلو د عناصرو او د غړیو د ترهګرو اقداماتو او د شرارتونو له دوام او د شرارتونو له ډیریدا او د عراق د کردستان سیمې حکومت ته د خبرداریو او د تذکرونو له بې اغیزې پاتې کیدا وورسته د ایران سپاه پاسداران ځواک له ډول ډول جنګي بې پایلوټه الوتکو او توغندیو څخه په ګټه پورته کولو سره د ترهګرو ډلو په مرکزونو او اډو  باندې بریدونه پیل کړل او تراوسه په اکثرو پیژندل شوی هدفونو باندې بریدونه ترسره شوي او هغه له مینځه وړل شوي دي.

د ایران د سپاه پاسداران ځمکنې ځواک ټینګار کړی دی د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو د مرکزونو او اډو پرضد پیل شوي عملیات به د ترهګرو ډلو تر بې وسلې کیدا پورې دوام ولري او زیاته یې کړه مونږ د عراق له مرکزي حکومت او د عراق د کردستان سیمې له حکومت غواړو چې د یوه ګاونډي په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې خپلو  مسوولیتونو ته جدي پام وکړي.

د عراق کردستان سیمه د ترهګرو ډلو او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د ګوډاګیانو د فعالیتونو په ستر مرکز بدله شوي ده.

 

ټیګونه