Sep 30, 2022 04:42 Asia/Kabul
  • د فرانسې شارډز افیر  خارجه وزارت ته احضار کړی شو

فارس خبري اژانس وايي د فرانسې د خارجه وزارت لاسوهونکي بیانیې ته په غبرګون کښې په تهران کښې د فرانسې د سفارت شارډز افیر د سفیر په نشتون کښې د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

اروپايي اتحادیه چې د ایران د ملت پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په مقابل کښې یې چپتیا غوره کړي ده نن سبا د ایران د ملي واکمنۍ د اصل په خلاف ورزۍ کولو سره د لاسوهونکو بیانیو په خپرولو سره د ایران د کورنیو حالاتو په هکله نظر څرګندوي او تهران ته ګواښ کوي.

د فرانسې شارلي ابډو اونیزې چې د اسلام  ضده کارټونونو او د الهي دینونو په سپکاوي کولو مشهوره ده له سپکاوي په یوه ډک اقدام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي  پرضد یو کارټون خپور کړ.

د فرانسې د خارجه چارو د وزارت لاسوهونکي بیانیې  او د پاریس په اعتراضونو کښې د فرانسې د حکومت د دریو  سلاکارو وزیرانو ګډون او د شارلي ابډو اونیزې له سپکاوي ډک اقدام ته په غبرګون کښې د فرانسې د سفیر په نشتون کښې  د پاریس د سفارت شارډز افیر د ایران د خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

ایران د فرانسې د سفارت شارډز افیر ته وویل د ایران اسلامي جمهوریت له جعلي تعبیرونو په استفادې سره د ایران په کورنیو چارو کښې د فرانسې د خارجه وزارت او ددغه هیواد د ځینو چارواکو لاسوهنه مردوده ګڼي او هغه په کلکه غندي.

د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اروپا د دوهمې ادارې مشر دغه راز په تهران کښې د فرانسې د سفارت شارډز افیر ته وویل د فرانسې چارواکي دوه ګوڼه لوبه تعقیبوي ځکه چې له یوې خوا د هغو ډلګیو کوربه دی چې له تیرو څو کلونو راهسې یې نیغ په نیغه د ایران په بلواو کښې لاس لرلی او له بلې خوا له بلواګرو سره په چلند کولو کښې د ایران د پولیسو اقدامات غندي.

څو ورځې مخکې د انګلستان او د ناروې سفیران او د سویډن د سفارت شارډز افیر هم د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شوي وو او دغه راز د ایران په سفارت باندې تیري کښې د بیلجیم په حکومت باندې  اعتراض هم د بیلجیم خارجه وزارت ته اعلان شوی و.

د ایران په وروستیو بلواو کښې امریکا، انګلستان ، فرانسه، جرمني او ځینې نور اروپايي هیوادونه او د دوې سفارتونه لاسونه لري او دوې هڅه کوي چې دغه بلواوې نورې هم زیاتې کړي.

 

ټیګونه