Sep 30, 2022 14:36 Asia/Kabul
  • ایران به د کابل د ترهګریز برید له قربانیانو سره مرسته وکړي

د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی په کابل کې د کاج د تعلیمي مرکز د ژوبل شویو محصلینو سره د هر ډول مرستو لپاره د چمتووالی اعلان وکړ.

د تسنیم د خبري اژانس له راپور سره سم، د اسلامي ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د طالبانو د حکومت د روغتیا له وزیر قلندر عباد سره په ټلفوني اړیکه کې د کاج د تعلیمي مرکز له مجروحینو سره د هر ډول مرستو لپاره چمتووالې وښوده.

کاظمی قمي د کابل په دشت برچي سیمه کې په تعلیمي مرکز باندې د ترهګریز برید په غندلو او له قربانیانو سره د خواخوږي په څرګندولو، ویلي چي تهران چمتو دی چي ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره ایران ته راولي.

د ویلو ده چي نن سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاچ په تعلیمي مرکز ځانمرګی برید شوی چي لسګونو محصلینو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه په بې سارې ډول زیات شوي او تیره اوونۍ هم د کابل د وزیر اکبرخان د جامع جومات سره چاودنه وشوه چي د امله یې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

 

 

ټیګونه