Oct 01, 2022 14:05 Asia/Kabul
  • په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو پېښو په برابر د ایران د استخباراتو د وزارت اعلامیه

د اسلامي ایران د استخباراتو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي په وروستیو ورځو کې د هیواد په ځینو سیمو کې رامینځ ته شوې پېښې ځینې ښکاره لایې او د پردې تر شا ځینې پټې لایې درلودلې.

د اسلامي ایران د استخباراتو د وزارت په اعلامیه کې راغلې: د هیواد د امنیت او نظم ساتونکي او د وطن مدافعینو په وروستیو ورځو کې د پردیو استخباراتي کړیو سره له تړلي ډلګیو ، د امریکې برتانیې او سعودي له لاسوهنو او له غولېدلي بلواګرانو په شمول  له مختلفو عناصرو سره لاس په ګرېوان وو.

بیانیه زیاتوي: په وروستیو ورځو کې، د منافقینو د ترهګرې ډلې سره اړوند ۴۹ عناصر نیول شوي چي په البانیا کې د منافقینو د ترهګریز مرکز څخه یې، په ایران کې د بلواګرو د لمسوولو، ټرور، تخریب ، شعارونو ته لوري او هدف ورکولو، په واټیزو بلواو کې ګډون، د عامه تاسیساتو تخریبولو، د ګآدو د سوځولو او پولیسو سره د مقابلې لپاره د امکاناتو د برابرولو ماموریت درلودل.

اعلامیه کې وړاندې راغلې چي د اسرائیل د رژیم پوري تړلې د کوملې، ډموکراټ، پاک او پژاک د ترهګرې ډلګیو د عناصرو په شمول ۷۷ ترهګر نیول شوي چي هم په ایران کې دننه او په سرحدي سیمو کې یې د کردستان د خلګو په ضد دسیسې مخته وړلې.

د اسلامي ایران د استخباراتو وزارت همدارنګه د پنځو تکفیري ترهګرو له نیولو هم خبر ورکړي چي یې غوښتل د بلواګرو په مینځ کې چاودنه وکړي او بیا یې پړه د اسلامي جمهوریت په نظام واچوي.

دغو ترهګرو په شیراز کې د ماتم کوونکو، په جنوب کې په جوماتونو، په مشهد کې د شهدا په میدان کې د ترهګریزو چاودنو د تر سره کولو پلان درلودل چي د امنیتي ځواکونو په هوښیارتوب سره یې مخنیوی وشو.

اعلامیه زیاتوي چي د پهلوي د منحوس رژیم پوري تړلې، ۹۲ کسان چي د بلواو په رامینځ ته کولو او د بلواګرو په لمسون کې لاس لرل نیول شوي. همدارنګه د جرمني، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، هالنډ او سوېډن د هیوادونو د وګړو په شمول ۹ بهرنیان هم چي بلواو کې ر ول لرل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دی.

د بهائیت د جاسوسی د سازمان د دریو لوړ رتبه غړو او دوه رسندویې فعالانو په شمول یو شمېر عناصر نیول شوي چي په وروستیو بلواو کې په پراخه پیمانه فعالیت کاوه او په نیواکي فلسطین حیفا ښار کې د صهیونیستانو یې لارښوونې تر لاسه کولې.

د اعلامیې په وروستي برخه کې راغلې چي د پردیو له رسنیو سره ځینې تړلي عناصر په تهران او نورو ښارونو کې پېژندل شوي او محکمې ته راغوښتل شوي دي، همدارنګه هغو بهرنیو سفارتونو ته هم سختې خبرداری ورکول شوي چي په بلواو کې یې لاسووهنې کولې.

 

 

ټیګونه